BBC
 شاته

د نور ګوښه کېدل؛ د یوه والي اوږدې کاري مودې پای وموند

. د انځور حقوق AMN/FB
Image caption "هغوی زما لپاره یې چې ښاغونه تېره کړي، د خدای په زور یې غاښونه باسم"

عطا محمد نور د بلخ ولایت څوکۍ له ډېرو ناندريو وروسته خوشې کړه. دا په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې د یوه والي د کار اوږده موده وه، چې پای ته ورسېده.

د نور پلویانو هغه د مرکزي حکومت له اوامرو په سرغړاوي د شمال امپراتور باله، ګوت نیوونکو یې جنګسالار یاداوه، خو لوېدیځوالو بیا (کن ډو وار لارډ) یا په بده ورځ پکارېدونکی جنګسالار باله.

عطامحمد نور جهادي قومندان و او د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشري یې کوله چې په ۲۰۰۲ کې د بلخ د والي په توګه وټاکل شو او تر اوسه پرې ټینګ پاتې و.

په دغه ۱۴ کلنه موده کې کابل څو وارې د عطا محمد نور د لرې کولو هڅه وکړه، خو هغه د بلخ پر ولایتي څوکۍ منګولې ښخې کړې وې.

* محمد اسحق رهګذر د بلخ د نوي والي توګه معرفي شو

* عطا محمد نور: له ارګ سره لانجه حل شوې ده

* عطا محمد نور د بلخ د نوي والي په سر 'له ارګ سره هوکړه' رد کړه

پر لوړو ژورو سربېره په بلخ کې د عطامحمد نور ماموریت له ودې او بیارغونې سره مل و.

په بلخ کې نسبي پرمختګونو له ښاغلي نور سره مرسته وکړه چې په سیاسي سیالیو کې د خلکو ملاتړ خپل کړي.

عطا محمد د اسلامي جمعیت ګوند د سر له کسانو دی. د ولسمشرۍ په تېرو دوه ځلي ټاکنو کې ېې رغنده ونډه لرله او د ډاکټر عبد الله عبدالله ملاتړ یې کاوه.

ارګ، چې د ښاغلي نور ورکړې استعفا ومنله، نو د دواړو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې، هغه د ولسمشر له حکم نه سرغړونه وکړه او د ارګ او اجرایه ریاست سره د مټ په تاوولو شو.

هغه د ملي وحدت حکومت په جوړښت کې ځان یو اړخ باله، خو درې میاشتې وړاندې، چې کله له بلخ څخه د هغه د لرې کېدو خبرونه خپاره شول، نو پر خپل پخواني ملګري ډاکټر عبدالله یې سخت ژبني ګوزارونه وکړل:

"هغوی چې زما لپاره یې ښاغونه تېره کړي، د خدای په زور یې غاښونه باسم"

د جمعیت او ارګ د پلاوو تر منځ خبرو اترو کابو درې میاشتې وخت ونیوه خو پایلې ته ونه رسېدې چې بالاخره ښاغلی نور پخپله نېغو خبرو اترو کېناست او ویې ویل، جمعیت ګوند له ارګ سره د هوکړې د لاسلیک واک ده ته ور کړی دی.

دا هغه څه دي چې د جعیت ګوند غړی حفیظ منصور یې د جمعیت ګوند له پامه غورځول او خپلسرې چاره بولي.

د جمعیت دا غړی د نور او ارګ ترمنځ معامله د دغه ګونډ په ګټه نه بولي او وايي:

"جمعیت بې ارمانه ګوند نه دی. یو کس پخپله تللی او جوړجاړی یې کړی، موږ پخوا هم ورته تجربه لرله. احمد ضیا مسعود هم یو ځل په یوازې سر جوړجاړی کړی و،خو خالي لاسونه ستون شو، اوس هم ښاغلی نور تللی خو خلک ور سره نه وو."

ښاغلی منصور وايي، عطامحمد نور ځانګړي څه نه دي تر لاسه کړي. د جمعیت ګوند د عالي شورا دغه غړی وايي، کوم امتیازونه چې عطامحمد نور تر لاسه کړي، ارګ چمتو و دغه امتیازونه د لانجې په لومړۍ ورځ هم هغه ته ور کړي.

د ځینو له انده ددې هوکړې ګټه به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ولیدل شي . ښاغلی نور وايي د بلخ ولایتي چوکۍ ېې پرې ايښې، خو له سیاسي ډګره نه دی وتلی.

د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلي نور ویلي، حکومتي څوکۍ لنډمهالې دي او دی د افغانستان په سیاسي ډګر کې اوږده پلانونه لري

ښاغلي نور له بلخ ولایت څخه د خدای پامانۍ پر مهال وویل، له ارګ سره په خبرو کې یي د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا غوښتنې په پام کې نیولي او د شورا په توافق دغه هوکړه لاسلیکوي.

ښاغلي نور وویل، حکومتي څوکۍ لنډمهالې دي او دی د افغانستان په سیاسي ډګر کې اوږده پلانونه لري:

"که خلکو له ما څخه د څوکۍ په خاطر ملاتړ کاوه نو ما تېره ورځ وویل، څوکۍ نن له یوه سره ده او سبا له بل سره، خو که یې له ما یې ملاتړ کاوه، نو زه یې په څنګ کې یم."

یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دا چې په جمعیت اسلامي ګوند کې اختلافونه لا ژور نه شي، نو د دغه ګوند مشرتابه نه له دغه هوکړه لیکه ملاتړ کوي او نه یې هم ردوي.

خو ویل کېږي چې د جمعیت ګوند ډېر غړي په دغه هوکړه لیک خوښ نه دي.

د پوهنتون استاد احمد ضیا رفعت وايي، د دې لپاره چې ښاغلی نور په راتلونکو ټاکنو کې وځلېږي‎، پر وړاندې یې ډېرې ننګونې شته.

نوموړی وايي، ښاغلي نور په تېر یوه کال کې د خپلو همګوندو باور نه دی تر لاسه کړی، نو ځکه ستونزمنه ده چې ښاغلی نور دې وتوانېږي په راتلونکو ټاکنو کې مخکښه څېره شي.

د هغه په خبره، د بلخ مسله د دواړو لورو لپاره په حیثیتي مسله اوښتې وه او له ارګ سره د ښاغلي نور جوړجاړۍ د مجبوریت له مخې شوی، خو په دومره توپیر چې ارګ په محترمانه ډول ښاغلی نور له بلخ څخه ګوښه کړ:

"د تېرو لسو کلونو تجربو ښودلې، کله چې زور لرونکي جهادي قومندانان له واکه ګوښه کېږي، د وخت په تېرېدو یې پلویان هم کمېږي."

د ولسمشریزو ټاکنو د مهال په رانږدې کېدو د جمعیت اسلامي ګوند اجرایوي مشر او د بلخ پخوانی والي هیله لري له پیاوړو نوماندانو و اوسي.

هغه ځلونه ویلي، په راتلونکو ټاکنو کې به خپله نوماند شي یا به کومې ټاکنیزې ټلوالې سره ملګری شي.

خو د افغانستان په پېچلو سیاسي لوبو او همدارنګه له ښاغلي نور سره موجودو مخالفتونو ته په کتو، ستونزمنه ده چې نوموړی دې په راتلونکو ټاکنو مطرح څېره و اوسي.