BBC
 شاته

کرېکټ: مینه وال د لوبډلې دولسم لوبغاړی دی

. د انځور حقوق Getty Images

‎په نړۍ کې تر فوټبال ورسته مشهوره لوبه کرېکټ دی، چې شاوخوا دونیم میلیارده مینه وال او پلویان لري چې تر نیمایي ډېر یې د اسیايي هېوادونو اوسېدونکي دي.

که څه هم کرېکټ لوبه په اروپا ‌، امریکا، افریقا او استرالیا کې هم کېږي، خو د پلویانو او مینه والو له پلوه بیا اسیايي هیوادونه مخکښه دي.

په ځانګړي توګه د هند، پاکستان ، بنګله دیش او اوس افغانستان اوسېدونکي؛ دا خلک داسې د کرېکټ مینان دي چې د خپلې ملي لوب‌‌‌‌‌‌ډلې د بري لپاره له هرې ممکنه کړنې ګټه اخلي که هغه د هڅونې لپاره لوبغالي ته تګ وي، که د لوبغاړي کمیس اغوستل او که په مخ یا بدن د ملي بیرغ رنګول وي .

* کرېکټ: افغان لوبډله له ستانکزي پرته سیالیو کې

* راشد خان د کډوالۍ له سختو، د کرېکټ تر هسکو

* راشد خان د یوه ورځني کرېکټ تر ټولو غوره توپ اچوونکی

‎افغانستان هم د کرېکټ د مخکښو مینه وال لرونکو هېوادونو په قطار کې راځي.

‎کله چې ملي لوب‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډله لوبه وګټي حیران پاتې وي چې دا خوښي ژر له چا سره شریکه کړي.

فیسبوک یا ټویټر ته شي، خپله خوښي نورو ته د مبارکۍ په ورکړې سره څرګنده کړي ، په خواله رسنۍ کې د مبارکیو توپان وي ، هغه ورځ د ټولو نه غمونه ،وزګاري، ستونزې ، ګېلې ، جګړه او هر څه هېر وي.

د انځور حقوق Getty Images

خو د دې ښو او مثبتو خوښيو تر څنګ اوس په افغانستان کې له بده مرغه په ټوپک د بري لمانځلو یو بد فرهنګ هم پيدا شوی چې ‌‌‌‌‌‌ډير ځلې یې د خلکو ښادي په غم اړولې ده.

‎خو کله چې لو‌‌‌‌‌‌بډله لوبه وبایلي بیا همدغه مینان هغه ټولې لاسته راوړنې او بریاوې هیرې کړي او هغو ځوانانو ته کنځاوې کوي چې دوی ته یې خوښي په برخه کړې او د خپل هیواد نوم یې روښانه کړی دی.

‎دلته پوښتنه پيدا کیږي چې ولې له یوې یا دوه درې ماتو سره زموږ فکر او کردار دومره ژر بدل شي چې هر ښه رانه هیر شي او هر څه ته په منفي سترګه ګورو؟

‎ایا مونږ په کرېکټ پوهیږو؟

دا هغه سخته او ترخه پوښتنه ده چې زموږ په ټولنه کې د دې پوښتنې جرات څوک نه شي کولی، خو دا څو اونیو کې د افغانستان ملي لوبډلې پرله پسې ماتو او د خلکو غبرګونونو ته چې وګورو د دې ترخې پوښتنې ځواب موږ ته راکوي چې مونږ اوس هم په پوره توګه د کرېکټ په هکله مالومات نه لرو.

‎کرېکټ لوبه ده کله چې وایو لوبه نو ګټل او بایلل په کې حتمي او ضروري ده.

د انځور حقوق Getty Images

کرېکټ یوازې من‌‌‌‌‌‌ډې جوړول یا ویکټ اخیستل او یا فلدینګ کول نه دي. داسې چې له نږدې نه یا د تلویزیون په پرده اسانه ښکاري دومره اسانه لوبه نه هم ده.

د دې لوبې هر اړخ ته باید وګورې دا داسې پيچلې لوبه ده چې په څو کرښو لیکلو نه خلاصیږي، دغه لوبه یوازې د لوبغاړو په پیاوړتیا ، من‌‌‌‌‌‌ډو، بالینګ، فلدینګ، پورې تړلې نه ده، بلکې په هېواد، لوبغالي، ښار، پيچ او د هوا حالاتو پورې هم تړلې ده.

‌‌‌‌‌‌ډير پيچونه دي چې د من‌‌‌‌‌‌ډو لپاره وي خو برعکس بیا داسې پيچونه وي چې من‌‌‌‌‌‌ډې پکې نه جوړیږي. ‌‌‌‌‌‌ډير داسې پیچونه دي چې د تیز بال لپاره غوره وي، خو بیا داسې پيچونه هم دي چې یوازې ورو بال لپاره وي یا بال په کې ښه تاویږي.

‎دا په دې معنی نه ده چې هغه لوبډلې چې کوم هیواد کې نه شي ځلیدلی هغه ښه لوبډله نه ده، کله نا کله د لوب‌‌‌‌‌‌ډلې تاکتیک یا پلان کامیاب شي، خو کله بیا لوبډلې پلان ناکام شي .

* کرېکټ: افغانستان متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه

* کرېکټ: افغانستان د نړیوال جام غوراوي دویم پړاو ته ورسېد

* افغانستان کې د کرېکټ فرسټ کلاس سيالۍ پيل شوې

داسې وخت راغلی چې د نړۍ مشهور لوبغاړي نه یوازې په یوه لوبه کې بلکې په څو لوبو ان په سریزونو کې نه دي ځلیدلي. ان تر دې چې پوره لوبډله په میاشتو میاشتو نه ده ځلیدلې ، خو دا په دې مانا نه ده چې دوی ګواکي نور باید لوبه پریږدي ، د یوې لوبډ‌‌لې د خراب والي تر ټولو بده کړنه په لوبډله کې ژر بدلون دی.

‎په فوټبال کې یوه مشهوره وینا ده چې ، مینه وال د لوبډلې دولسم لوبغاړی دی.

‎دا خبره کرېکټ سره هم تړلې ده، او له دې مالومیږي چې په لوبه کې د مینه والو برخه ‌‌‌‌‌‌ډيره مهمه ده او مینه والو ته پکار ده چې د یو لوبغاړي په څېر البته په فکري لحاظ اماده وي او د لوبې په هکله هر اړخیز مالومات ولري.

که یو مینه وال د خپلې خوښې لوبې په هکله بشپړ مالومات ونه لري نه یوازې چې خپل ځان ته سرخوږي پيدا کوي، بلکې پر لوبډله هم منفي اغېز ښندي.

د انځور حقوق Getty Images