BBC
 شاته

ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار بیا بدل کړ

د انځور حقوق AFP/GettyImages
Image caption جان بولټن د امریکا نوی د ملي امنیت سلاکار ټاکل شوی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت خپل سلاکار مک ماسټر پر ځای په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی استازی جان بولټن ټاکلی.

ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټ کې جنرال مک ماسټر ته مننه وویله، د هغه کارونه یې وستایل او زیاته یې کړه چې هغه به تل د ده زما ملګری وي.

دا په تېرو ۱۴ میاشتو کې د ښاغلي ټرمپ درېیم د ملي امنیت سلاکار دی چې ګومارلی یې دی.

دا د ټرمپ دادارې وروستی لوړ پوړی چارواکی دی چې کار پرېږدي. تېره اوونۍ ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د ټویټ له لارې له دندې ګوښه او پر ځای یې د سي آی اې مشر وټاکي.

د ښاغلي بولټن دنده د امریکا د سنا تایید ته اړتیا نه لري، دی به نږدې درې اونۍ وروسته خپله دنده پیل کړي.

د امریکا په حکومت کې د ملي امنیت سلاکار یوه مهمه دنده ده چې ولسمشر ته د ملي امنیت او بهرنیو پالیسیو په اړه سلا مشورې ورکوي او د حکومت د نورو برخو لکه دفاع او بهرنیو چارو تر منځ د تګلارو په همغږۍ کې هم مرسته کوي.

د ښاغلي ټرمپ په ټویټ کې راغلي "زه خوښ یم چې د اپریل له ۹مې وروسته به جان بولټن زما د ملي امنیت سلاکار وي. زه د جنرال مک ماستر له خدمت خوښ یم، ده یوه په زړه پورې دنده تر سره کړې او تل به زما ملګری وي. د دندې رسمي سپارل به د اپریل پر نهمه کېږي".

ښاغلي بولټن د خپلې ګومارنې په اړه ویلي چي دی له ولسمشر ټرمپ سره کار ته سترګې په لار دی او ویلي یې دي "د هېواد دننه خوندي کولو او بهر پیاوړي کول" یې په پام کې دي.

ښاغلی بولټن له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر پاتې شوی. او یوځل یې ویلي ول چې که اړتیا وي د شمالي کوریا او ایران پر خلاف به پوځي واک هم وکاروي.