BBC
 شاته

سیګار: د ملي اردو د ۴۵ سلنه سرتېرو د وینې ګروپ معلوم نه دی

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیګار زیاته کړې، افغان دولت د هغو سرتېرو د وینې د ګروپ په اړه هم معلومات نه لري چې په ساري ناروغیو اخته دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې پلټنې اداره (سیګار) وايي، د افغانستان د دفاع وزارت له ۱۷۱ زره سرتېرو له ډلې د دفاع وزارت د بشري منابعو په مرکز کې د ۷۷ زرو سرتېرو د وینې ګروپ معلوم نه دی چې دا د ټولو سرتېرو ۴۵ سلنه جوړوي.

د دغه بنسټ په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، د افغانستان دفاع وزارت د وینې د بېلګو د خوندیتابه اسانتیاوو د نشتوالي له امله د هغه سرتېرو د وینې د ګروپ معلومونې چاره ځنډولې چې نوي د افغان ملي اردو لیکو کې شاملېږي.

* "د تېر کال پرتله ۱۳۹۶ کې د افغان پوځ مرګ ژوبله ۱۳ سلنه کمه وه"

* سیګار: د افغانستان ۵۴ ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي، یا پرې نفوذ لري

* له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

د سیګار په خبره، د دوی موندنې ښيي چې د ۲۰۱۷ کاله له جنورۍ تر دا مهال د ملي اردو لیکو ته ۱۵ زره ځوانان جذب شوي، خو د وینې بېلګې یې ثبت شوې نه دي.

سیګار پخپل راپور کې ویلي، شونې ده د دفاع وزارت د بشري سرچینو په مرکز کې د سرتېرو د وینې ثبت شوې بېلګې هم ناسمې وي، ځکه ډېری سرتېری له یو بل سره د وینې ورته ګروپ لري.

سیګار زیاته کړې، افغان دولت د هغو سرتېرو د وینې د ګروپ په اړه هم معلومات نه لري چې په ساري ناروغیو اخته دي.

سرچینې ویلي، په دفاع وزارت کې د سرتېرو د روغتیايي وضعیت په اړه ثبت شوي معلومات ناسم او د باور نه دي او چې له امله یې د سرتېرو درملنه له ننګونې سره مخامخ شوې ده.

سیګار زیاته کړې، د داسې باور وړ سیستم رامنځته کول، چې د سرتېرو د وینې ګروپ پکې مشخص وي او له مخې یې هغوی ته د اړتیا پر مهال د اړوند ګروپ وینه تزریق شي، د سرتېرو د ژوندانه او د اردو د تلپاتې کېدا لپاره اړین دی.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د سیګار دغه رپوټ رد کړی دی.

نوموړي بي بي سي ته وویل، ټول سرتېري چې د ملي اردو لیکو ته جذبېږي، د وینې ګروپ یې معلومېږي او وروسته بیا روزنیزو واحدونو ته لېږل کېږي.

د هغه په خبره، د هغو سرتېرو د وینې ګروپونه هم معلوم شوي، چې په تېر کې د ملي اردو لیکو ته جذب شوي دي.

د هغه شمېرو پر بنسټ چې د دولتي چارواکو له خوا د امنیتي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت په ډاګه شوې، په تېر لمریز کال کې ۶۵۰۰ افغان سرتېري وژل شوي او دوه دومره نور ټپیان شوي دي.

سرتېري چې د جګړې په لیکو کې ټپیانېږي، وینې ته بېړنۍ اړتیا لري. سیګار ویلي، ډېر کله یوه سرتېري ته د بدل ګروپ د وینې تزریقولو له امله سرتېري خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

د افغان ځواکونو یوه پوځي مشاور هم سیګار ته ویلي، دی داسې معلومات لري چې افغان سرتېري چې د جګړې په لیکو کې ټپيان شوي، د ناسم ګروپ د وینې تزریقونې له امله مړه شوي دي.

خو هیڅ پوځي سرچینې د ناسم ګروپ د وینې د تزریق له امله د پېښې شوې مړینې کره شمېره په ډاګه کړې نه ده.

یو شمېر افغان ډاکټرانو چې په روغتيايي مرکزونو کې دندې لري، بي بي سي ته ویلي، ډېر ځله یې لیدلي چې د سرتېري د وینې ګروپ له هغه ګروپ سره سرنه خوري چې د سرتېري په کالیو لیکل شوی وي.