BBC
 شاته

د سعودي پر هوايي حریم د هند او اسراییل ترمنځ لومړنۍ الوتنه

. د انځور حقوق Reuters
Image caption دا د سعودي عربستان او اسراییلو ترمنځ چې یو بل په رسمیت نه پېژني د لومړنۍ رسمي اړیکې په مانا ده

د هند هوايي کرښې "اير انډيا" يوه الوتکه په لومړي ځل د سعودي عربستان په هوايي حريم کې تر الوتنې وروسته اسراييلو کې کېناسته.

د اسراييلو ترانسپورت وزير وويل ، د ډيلي او تل ابيب ترمنځ دغه الوتنه د اسراييلو او سعودي ترمنځ چې اسراييل په رسميت نه پيژني، لومړنۍ رسمي اړيکه ده.

د سعودي عربستان هوايي حريم له لارې، له هنده اسراييلو ته مخامخ الوتنه د اير انډيا هوايي شرکت لپاره لنډه او نوې ارزان بيه لار ده.

*افغانستان به سعودي عربستان ته د میلیونونو ډالرو مېوه صادروي

سعودي کې لومړی ځل د فېشن نندارتون

سعودي کې د ښځو لومړنۍ "شرعي" ځغاسته

سعودي عربستان تفریحي فعالیتونو کې ۶۴ میلیارده پانګونه کوي

خو له دغې لارې اسراييلو ته د لومړۍ الوتکې رسېدل په جيوپولټيک دلايلو د پام وړ پېښه ده.

سعودي عربستان کلونو لپاره اسراييلو ته د تلونکو سوداگريزو الوتنو پر وړاندې خپل هوايي حريم تړلى و.

خو په دې وروستيو کې د دواړو هېوادو په اړيکو کې يو څه تودښت رامنځته شوى ځکه د ايران سيمه ييز اغېز مخنيوي لپاره په ګډ کار کې د اسراييلو او عرب خليجي هېوادونه ګټې نغښتي دي.

امريکا د ټلوالو په دغه بدلون کې مرسته کړې او تېر کال ولسمشر ټرمپ په خپله الوتکه کې مخامخ له رياض تل ابيب ته ولاړ چې يوه بې مخينه الوتنه وه.

اوس به وليدل شي چې د اسراييلو ملي هوايي شرکت د خپلو الوتنو د کرښې يا مسير بدلولو لپاره به د عربستان هوايي حريم ته لاسرسى ومومي او که څنگه.

د انځور حقوق Reuters