BBC
 شاته

افغانستان: د ازموینې پر مهال د ماشوم کرارونکې مور بریا

له خپل دوې میاشتني ماشوم سره د محصلې مور جهان تاب تصویر په خواله رسنیو کې خورا ډېر لاس پر لاس شوی د انځور حقوق YAHAY ERFAN/FB
Image caption له خپل دوې میاشتني ماشوم سره د محصلې مور جهان تاب تصویر په خواله رسنیو کې خورا ډېر لاس پر لاس شوی

یوه کلیواله افغان مور لوړو زده کړو ته د لار موندنې ازموینه کې داسې حال کې پر ځمکه ناسته لیدل کېږي، چې کوچنی ماشوم یې غیږ کې دی او د ازموینې پاڼې اړوي رااړوي.

د جهان تاب نومې دغې مېرمنې تصویر خواله رسنیو کې خورا ډېر لاس پر لاس شوی او ورسره دغې مېرمنې نه یوازې د لوړو زده کړو یوې ادارې ته لار موندلې، بلکې د مالي مرستې ژمنې هم ورسره شوې دي.

د ۲۲ کلنې جهان تاب ماشوم د ازموینې پر مهال ژړل، هغې یې د کرارولو هڅه کوله او په ورته مهال یې د ازموینې پوښتنې حلولې، چې د زده کړې همدغې جذبې یې د خواله رسنیو کاروونکي متاثر کړي.

جهان تاب د دایکندي ولایت یوه کلي کې ژوند کوي، چې د تګ راتګ لپاره عمومي وسایل نه لري او د ازموینې له ځایه د هغې تر کلي پورې نژدې اووه ساعته لار پرته ده.

لسګونه کندهارۍ نجونو کمپيوټري زده کړې تر لاسه کړې

افغانستان کې د مېرمنو کار، تعليم که دواړه مهم دي؟

رپوټونو کې ویل شوي، چې اوس د جهان تاب زیار او جذبه بې پایلې نه دي پاتې شوي او په نیلي ښار کې د ناصر خسرو په نامه د لوړو زده کړو ادارې ته بریالۍ شوې ده.

نوموړې وايي، هیله یې دا ده، چې لګښت ومومي او د خپلې خوښې ټولنپېژندنې مضمون کې لوړې زده کړې وکړي.

بل لور ته برتانیا کې د مېشتو افغان ځوانانو یوه ټولنه د لوړو زده کړو په خصوصي اداره کې د جهان تاب د زده کړې لګښت لپاره پېسې ټولوي.

د دغې ټولنې مشر پرویز کریمي بي بي سي ته وویل:

''موږ غواړو نورې افغان ښځې هم له دغې ځوانې مور نه الهام واخلي. ''

ښاغلی کریمي زیاتوي افغانستان کې ښځې د نارینه وو برابر حقونه نه لري او ډېری مېندې پلرونه هڅه کوي، یوازې زامن د لوړو زده کړو لپاره پوهنتونونو ته ولېږي.

هغه وايي:

''پوهنتون ته د لار موندنې ازموینه کې د ماشوم کرارول اسانه چاره نه ده او هغه له دغسې ستونزو سره مبارزه کوي. ''