د افغانستان لپاره نړیوالو اتلولیو ته د رسېدو هیله لا ژوندۍ ده
عربي اماراتو په ۳ منډو له زېمبابوې لوبه وګټله. که سبا افغانستان له ایرلنډه لوبه وګټي، نو د غوراوي لوبو پایلوبې او د کریکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوالو اتلولیو ته به ووځي.
په نننۍ لوبه کې پچه زېمبابوې وګټله او لومړی توپ اچونه یې پیل کړه. اماراتو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۵ منډې جوړې کړې، خو د باران له امله لوبه وځنډېدله او زېمبابوې ته په ۴۰ اورونو کې د ۲۳۰ منډو هدف وټاکل شو.
زمبابوې بیا په درېیو منډو کې کمه راغله او متحده عربي اماراتو لوبه وګټله.
د اماراتو لخوا محمد نوید درې ویکټې واخیستې. د زمبابوې لخوا ویلیمز تر ټولو ډېرې ۸۰ منډې وکړې.
سبا جمعه د افغانستان لوبه خورا مهمه ده. که باران وشي او لوبه بې پایله پاتې شي، نو د رن ریټ له مخې زېمبابوې د وتلو چانس لري.