BBC
 شاته

هغه فلسطينۍ چې اسراييلی سرتېری يې په څپړه وهلی زنداني کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption عهد تمیمي به ۸ میاشتې بند تېروي.

عهد تمیمي هغه فلسطینۍ پېغله ده چې د یوه اسرایيلي سرتېری څپېړې ویډیو دا په نړې کې مشهوره کړه. دې په محکمه کې په دې لګېدلي تورونه ومنل او اوس به د ۸ میاشتو بند او ۱۵۰۰ ډالر جریمه پرې کوي.

دا په محکمه کې له ۱۲ تورونو سره مخ وه، چې په یوه نظامي اسراییلي لاس پورته کول په کې وو.

دا به تر روان کال اوړي د خپل بند موده تېروي.

دې له خپل هغه چلند څخه دفاع کړې وه، ویلي یې وو چې اسراییلی پوځی یې د کور انګړ ته ورننوتی و او دا مجبوره شوه له ځانه دفاع وکړي.

دې ویلي وو "کېدای شي په ویډیو کې د هغه سرتېري کړه وړه انساني ښکاره شي، خو دا ښکاره ده چې د دوی کړه انساني نه دي. په هغه څه چې ما وکړل ویاړم."

فلسطینیانو د عهد تمیمي له دې کاره دفاع کړې وه او د دې مېړانه یې ستایلې وه. خو بل پلو بیا اسراییلي اوسېدونکي دا غندلې وه او حتی ځینو یې په کلکو ټکو د محاکمې غوښتنه کړې وه.

عهد تمیمي هغه مهال غبرګون وښود چې په یوه مظاهره کې یې د تره زوی په سر په یوه جعلي مرمۍ ولګېد او د دې غوسه یې وپاروله.