BBC
 شاته

جرمني کې "افغان" کډوال په عمربند محکوم شو

د انځور حقوق AFP
Image caption حسین خاوري پنجشنبه محکمه کې څرګند شو.

هغه پناه غوښتونکی چې ځان افغان بولي په جرمني کې یې پر یوې ښځې جنسي تیری کړی و او بیا یې وژلې وه په عمر بند محکوم شوی.

حسین خاوري ومنله چې ۱۹ کلنه د طب محصله ماریا لادنبرګر یې په سویل ختیځ فریبرګ ښار کې د ۲۰۱۶ په اکتوبر کې ووژله.

دا له یوې مېلمستیا وروسته کورته په لاره لادرکه شوې وه. او مړی یې په یوه ویاله کې موندل شوی و.

حسین خاوري څو اونۍ وروسته هغه مهال ونیول شو چې له مړي سره د ده ډي این اې وموندل شوه.

له نیول کېدو وروسته څرګنده شوه چې حسین خاوري په یونان کې په ۲۰۱۴ کې د قتل په تور په لس کلن بند محکوم شوی و، خو په ۲۰۱۵ کې بېرته خوشی شو.

له هغې پېښې وروسته دی اتریش او بیا جرمني ته راغی. ده له کومو اسنادو پرته ټینګار کاوه چې ۱۷ کلن دی.

دې پیښې د چانسلرې انګلا میرکل د کډوالو پر مخ د (خلاصو دروازو) پالیسۍ باندې نیوکې زیاتې کړي دي.