BBC
 شاته

"اسحاق رهګذر د بلخ نوي والي په توګه معرفي کېږي"

. د انځور حقوق RAHGUZAR/FACEBOOK
Image caption محمد اسحاق رهګذر د جمعیت ګوند غړی او پخوانی جهادي قومندان دی

پتېیل شوې چې د ولسي جرګې غړی او پخوانی جهادي قومندان محمد اسحق رهګذر به نن د بلخ د نوي والي توګه معرفي شي. د بلخ ولایت ویاند منیراحمد فرهاد بي بي سي ته وویل، د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعيت ګوند تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ به نن پنجشنبه د مارچ ۲۲مه محمد اسحق رهګذر د بلخ د والي توګه معرفي شي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم منلې چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشر تر تایید وروسته محمد اسحاق رهګذر د بلخ نوی والي ټاکل شوی چې نن له غرمې وروسته به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول معرفي شي.

ښاغلی رهګذر تېر مهال کې هم د بلخ د والي او د دغه ولایت د امنیه قومندان په توګه دندې تر سره کړې دي.

نوموړي د افغانستان د ولسي جرګې په ۱۵مه او ۱۶مه دوره کې د بلخ د خلکو د استازي په توګه هم ټاکل شوی و.

عطا محمد نور: له ارګ سره لانجه حل شوې ده

عطا محمد نور د بلخ د نوي والي په سر 'له ارګ سره هوکړه' رد کړه

د بلخ نوی والي: د جمعیت ګوند ډېری غړي پر ما راضي دي

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور تېره ورځ په مزار شریف ښار کې وویل له حکومت سره د جمعیت اسلامي ګوند پر غوښتنو هوکړې ته رسېدلی دی.

نوموړي وویل، د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ ستونزه هواره شوې او ډیر ژر به دواړه لوري چمتو شوې هوکړه لاسلیک کړي.

هغه وویل، د جمعیت ګوند مشرتابه له حکومت سره د هوکړې د لاسلیک واک ده ته ور کړی دی .

د انځور حقوق FB/ATTA MOHAMMAD NOOR
Image caption عطامحمد پرون ظاهراً د بلخ له خلکو سره خدای پاماني وکړه

عطامحمد نور په ظاهره پخپلو خبرو کې د بلخ له خلکو سره خدای پاماني وکړه او خپلو ۱۴ کلنو لاسته راوړنو ته یې هم اشاره وکړه.

هغه پخپلو خبرو کې وویل، د جمعیت د درېوو کاندیدانو له ډلې به یو د بلخ د والي په توګه وټاکل شي چې د هغه په ټکیو له عطامحمد نور څخه به کم نه وي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرکال په لیندۍ میاشت کې اعلان وکړ چې د بلخ والي له خوا وړاندې شوې استعفا یې منلې او ژر به بلخ ته نوی والي ولېږي، خو عطا محمد نور چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرایوي مشر هم دی، وویل، استعفا یې مشروطه وه او د یو کال پخوانیو خبرو پورې تړلې، چې له ارګ سره د جمعیت د ونډې په هکله پیل شوې وې، خو بې نتیجې پای ته ورسېدې.

نوموړي ټینګار کاوه چې د جمعیت اسلامي او د ملي حکومت د هوکړې له مخې په دغه دنده ګومارل شوی او د دې ګوند له پرېکړې پرته دنده نه پرېږدي.