کریسټیانو رونالډو د اروپا ۲۰۱۵-۲۰۱۶ غوره لوبغاړی
د پرتګال لوبغاړی کریسټیانو رونالډو ته د اروپا ۲۰۱۵ – ۲۰۱۶ موسمي لوبو تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.
رونالډو پخپله ریل مدرید لوبډله کې د اروپا د اتل په نامه یاد شوی او فرانسه کې د اروپا د فوټبال ۲۰۱۶ اتلولیو کې هېواد ته اتلولي وګټله.
۳۱ کلن رونالډو په ریل مدرید لوبډله کې پر خپل ملګري او د وېلز پر لوبغاړي ګریت بیل او د اتلتیکو مدرید پر لوبغاړي او فرانسوي انطوان ګریزمان لاسبری شو.
دا جایزه د اروپايي ټولنې د ۵۵ غړو هېوادونو د فوټبال لوبې د خبریالانو د رایو په اکثریت ورکول کېږي.
دا دویم ځل دی چې رونالډو د غوره لوبغاړي جایزه ګټي. نوموړی په ۲۰۱۴ کال هم تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.
په غوره لوبغاړو کې د ارجنټاین لیونیل میسي هم دوه ځلې او اسپانوی اندریس انیستا او فرانسوی فرانک ریبیري غوره شوی و.
دا جایزه په ۲۰۱۱ کال د "اورپا کې غوره عمومي لوبغاړی" پرځای رامنځ ته شوه.
د غوره ښځینه لوبغاړو جایزه د ناروې لوبغاړې ادا هیګربرګ ته ورکړل شوه.
هغې خپلې فرانسوۍ لوبغاړې اماندین هینري او جرمنۍ ژنیفر ماروزان ته ماتې ورکړه.