BBC
 شاته

د ملګرو ملتونو دوامداره پراختیایي موخې او افغانستان

د انځور حقوق UN
Image caption ملګرو ملتونو دوامداره پراختیايي موخې د هېوادونو په پراختیا کې مرسته کوي.

نن د جرمني په بن ښار کې د ملګرو ملتونو د دوامدارو پراختیایي موخو په هکله د نړیوال ګام اخیستلو په نامه فیستیوال پیل شو، چې د ښځو حقونه، د ماشومانو مړینې کمول، د میندو روغتیا، چاپېریال ساتنه او د دغو پراختیایي موخو په هکله نړیوالې همغږي ته هڅونه پکې شامله وه.

ملګري ملتونه او ادارې یې هر کال هڅه کوي په ګرده نړۍ کې خلک وهڅوي د دغو موخو په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي او خلک لاس په کار شي.

افغانستان د ملګرو ملتونو پراختیایي نوملړ کې ۱۶۹ هېواد دی، چې د نړی له وروسته پاتې هېوادونه ګڼل کېږي.

افغانستان کې بې وزلي، جنګ او ناامني، روغتیایي وسایلو ته نه لاسرسی، د زدکړې د لارې پر سر خنډونه او نور د دې لامل شوي چې دغه نوملړ کې د کم پرمختللي هېواد په توګه ثبت شي.

ملګرو ملتونو په دې موخه چې هېوادونه پرمختګ وکړي په ۲۰۰۰ کال کې یو لړ پراختیایي موخې وټاکلې. دې موخو ته د رسېدو لپاره یې یوه نیمه لسیزه وټاکله.

موخو ته د رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو او ۲۲ نړیوالو ادارو کار وکړ. د دغو موخو په سر کې د بې کچې لوږې له منځه وړل و. دوهم هغه یې بیا په ګرده نړۍ کې د لومړنیو زده کړو برابرول و.

په ۲۰۱۵ کې د دغو موخو د نیټې پای ته رسېدو سره، دوی وپتېیله چې لا زیات کار ته اړتیا ده چې دا موخې بریالۍ او ترلاسه شي. ځکه خو د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د راتلونکو ۱۵ کلونو لپاره ۱۷ نوې دوامداره موخې وټاکلې.

په دغو نویو موخو کې د پخوانیو هغو تر څنګ د اقلیم بدلون، جنسیتي برابري، اوبو ته لاسرسی، پاکوالی، چاپېریال ساتنه او ټولنیز عدالت یاد شوي.

په همدې ترڅ کې د راتلونکو درېو ورځو لپاره د جرمني په بن ښار کې د ملګرو ملتونو د دوامدارو پراختیایي موخو په هکله د نړیوال ګام اخیستلو په نامه فیستیوال پیل شوی. په دې فیستیوال کې لندن میشتی افغان ډاکتر وحید ارین هم ګډون کړی.

ډاکتر آرین چې د برتانیا په لیورپول ښار کې د راډيولوژۍ متخصص په توګه کار کوي، د ټېلي هيل Teleheal په نامه یو پروګرام پیل کړی چې د نورو ډاکترانو په مرسته د سکایپ له لارې په نورو هېوادونو او افغانستان کې ډاکترانو ته د دماغي ناروغیو، ټکرونو او نورو بېړنیو ناروغيو په حالاتو سلا مشورې ورکوي.

Image caption ډاکټر وحید ارین

ډاکتر ارین په افغانستان کې د روغتیایي اسانتیاوو د کمښت ستونزې ته په اشارې په دې برخه کې د ځان په ګډون د نورو ادارو هلې ځلې اغېزمنې بولي.

ډاکټر ارین وایي "د کلک هوډ تر څنګ ستر ارمانونه او خوبونه له ننګونو سره د مبارزې او د بریالیتوب هغه اسباب دي چې د یوې سترې موخې او د کورنیو، ولسونو او هېوادونو له پرمختګ سره مرسته کوي. "

ده خپلې اوسنۍ هڅې او هوډ په افغانستان کې د پخوانیو تجربو زېږنده وبلله او ویې ویل "زما شخصي هیلې دا دي چې په جګړه ځپلو سیمو کې مې له خلکو سره مرسته وکړم. دا زما د ماشومتوب د ۱۵ کلونو څخه سرچینه اخلي چې په افغانستان کې مې تېر کړي. د کډوالو په پنډغالو کې مې تېر کړي، اوس مې د خپلو اکاډمیکو لاسته راوړنو او مخکښې د ټیلیفون له لارې نړیوالې روغتیايي ادارې ارین ټیلي هیل له لارې رامنځ ته کړي. "

د ملګرو ملتونو کاري ګروپونه او ډلې هم د دغو موخو په لاسته راوړنو کې هڅې ستایي.

همدا رنګه دوی له هېوادونو سره د پروژو په جوړولو، سلامشورې او پلي کولو کې مرسته کوي، چې دغه موخې تر لاسه شي.

تر اوسه په افریقا کې د دغو موخو تر ټولو لویه برخه یې ترلاسه شوې.

افغانستان او په جګړو ښکېلو هېوادونه له عراق، سوریه، سودان او سومالیې په څېر نورو هېوادونو کې بیا د دغه ډول پرمختګ مخه جګړې او شخړو ډب کړې. خو د دغو هېوادونو د نورو ستونزو تر څنګ د دغو پراختیايي موخو ۱۶مه هغه یې د "سولې، عدالت او پیاوړو ادارو رامنځ ته کول" دي، چې دغه هېوادونه شدیده اړتیا ورته لري.

خو بل پلو بیا ګوتنیوونکي وایي چې دا موخې زیاتې دي او ترلاسه کول به یې ستونزمن وي، ښه به دا وای چې له لسو لږ موخې ټاکل شوې وای او بیا پرې کار شوی وای.

بله نیوکه دا ده چې د دغو موخو په تر لاسه کولو لوی لګښت راځي. د هر هغه هېواد چې د ملګرو ملتونو د پراختیا په لست کې راځي باید دغو موخو ته کاري پلان وړاندې کړي او له ملګرو ملتونو بودیجه او پیسې تر لاسه کړي، چې دا ټول بیا لګښت زیاتوي او پیټی یې د پیسې ورکوونکو هېوادونو ور له غاړې دی.

د ډاکټر وحید ارین په وینا "په ملي او نړیواله کچه ګد کار او ابتکار هغه څه دي چې زموږ د ادارې له لوري د نړۍ د نورو ټیلیفوني روغتیایي اسانتیاوو سره په ګډه د نړۍ ډاکتران په جګړه ځپلو او وروسته پاتې هېوادونو کې له خلکو سره نښلوي او مرستې ور رسوي."