شاته

د دغو توپونو رنګ څه ډول دی؟

رنګونه د انځور حقوق Getty Images

د ټینیس لوبې دغو توپونو رنګ ژیړ دی، شین او که زرغون؟ ځواب یې ډېر اسان او ساده دی، د ټینیس توپونو رنګ معمولاً ژیړ رنګه وي، خو ډېر خلک دا هم وايي، چې دغه توپونه زرغون رنګه دي.

داسې خلک هم شته، چې وايي په ظاهره دغه توپونه دواړه رنګونه لري، هم ژیړ او هم شین، نو بیا هم هغه پوښتنه پر ځای پاتې کېږي، چې د ټینیس توپونو رنګ څه ډول دی؟

یو ځواب البته د ټینیس نړۍ لومړي مقام درلودونکي سویس لوبغاړي سره شته. لوبغاړی راجر فیډرر په یوه ویډیويي کلیپ کې چې د دغه رپوټ لیکلو تر مهاله ۳۱۵ زره کسانو کتلې، وايي:

''دا ژیړ رنګ دی که نه؟ ''

دلته یوه بله پوښتنه راپورته کېږي، چې ولې بېلا بېلو کسانو ته رنګونه مختلف ښکاري؟

ځواب یې ښايي یوه پخواني ګومان کې وي، چې د یوه کمیس رنګ ځینو ته طلایي او ځینو نورو ته بیا سپین ښکاریده.

د ۲۰۱۵ کال فبرورۍ کې د هغه کمیس تصویر پر خواله رسنیو خلک سره وویشل او هر چا یې رنګ هغسې باله چې دوی ته ښکاريده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راجر فیډرر فبرورۍ کې د نړۍ لومړۍ مقام لرونکی لوبغاړی وبلل شو

د لیډز پوهنتون د رنګونو، ساینس او تکنالوژۍ برخې مشر پروفیسر سټیفن ویسټلنډ هغه مهال ویلي وو، د رنګونو لیدلو په اړه د خلکو تر منځ خورا ډېر توپیرونه دي:

''موږ ته تل رنګونه یو ډول نه ښکاري. جالبه دا ده، چې ډېر وختونه داسې نه کېږي. داسې هم ممکن دي، چې خلکو ته رنګونه هغسې مختلف ښکاري، چې په خوله یې وايي، خو دا معلومول هېڅ ممکن نه دي، چې د خلکو په ذهن کې رښتیا څنګه ښکاري. ''

د انځور حقوق ROMAN ORIGINALS
Image caption د یوه کمیس رنګ ځینو ته طلایي او ځینو نورو ته بیا سپین ښکاریده.