په افغانستان کې د نوروز خوشحالي، وېره او مېلې
-
BBC
په مزار شریف ښار کې د نوروز لمانځلو لپاره زرګونه کسان د روضې زیارت ته راغلي وو. عکاس امیر بریال
-
BBC
د نوروز په لومړۍ ورځ په بلخ کې د مزار شریف پر زیارت جنډه درول کیږي او تر څلویښتو ورځو پورې دوام کوي.
-
BBC
د نوروز پر مهال د هېواد له بېلابېلو ولایتونو خلک د مزار شریف لورې ته ځي چې د دغه ولایت د (ګل سرخ) مېلې کې ګډون وکړي.
-
BBC
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د بلخ په مراسمو کې ګډون کړی و.
-
BBC
په دغو مراسمو کې موسیقي هم وه.
-
Arg
ولسمشر غني او د هېواد لومړۍ مېرمنې د نیالګي په کېنولو د نوي کال ورځ ولمانځله او ښاغلي غني راتلونکی کال د ښوونې او روزنې کال وباله.
-
Arg
ښاغلی غني او لومړۍ مېرمن د نوروز د جشن پر مهال له افغان ماشومانو سره.
-
BBC
له ارګ څخه بهر د کابل ښار په بابر بڼ کې هم د نوروز لمانځنې په پار خلک راټول شوي وو. عکاس نصیر بهزاد
-
BBC
د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه خلک د بابر بڼ ته راغلي وو.
-
BBC
کورنیو هم د نوروز په جشن کې برخه اخیستې وه.
-
BBC
په هرات ولایت کې هم نوروز ولمانځل شو چې ګڼو هراتوالو پکې برخه اخیستې وه. عکاس محمد قاضی زاده
-
BBC
په هرات کې د هفت سین دسترخوان
-
BBC
هراتوالو هڅه وکړه چې دغه ورځ د یوه بل تر څنګ ولمانځي.
-
BBC
د افغانستان په جنوب ختیځ خوست ولایت کې هم د نوروز ورځ د خلکو لخوا په ولولو ولمانځل شوه. عکس احمد شاه
-
BBC
د خوست د نوروز په مېله کې برخوالو د ښار په زړه کې پر یوې غونډۍ ملي بیرغ هم ورپاوه.