شاته

کریکټ: ایا افغانستان نړیوال کپ ته لار موندلی شي؟

د انځور حقوق ACB
Image caption افغانستان اوس هم نړیوال جام ته د لار موندلو چانس لري.

د ۲۰۱۹ کال کریکټ نړیوال کپ د غوراوي لوبو دوهم پړاو روان دی. نن د وېسټ انډیز او سکاټلنډ تر منځ لوبه ده.

له دې لوبې وروسته دوه نورې لوبې دي او بیا پایلوبه ده، دواړه لوبډلې چې پایلوبې ته وځي مخامخ نړیوال جام ته هم لار مومي.

په افغانستان، سکاټلنډ، وېسټ انډيز، زیمبابوې او اېرلنډ کې هر یو کولی شي نړیوال جام ته لار ومومي.

د سکاټلنډ او ویسټ انډیز تر منځ روانې لوبې ګټونکی د غوراوي کپ لوبو پایلوبې ته وځي او نړیوال جام ته هم لار مومي.

که سبا د زیمبابوې او عربي اماراتو تر منځ لوبه زیمبابوې وګټي نو دغه هېواد به د روانو پایلوبې او نړیوال جام ته ووځي. او همدا به د افغانستان د نړیوال جام هیله شنډه کړي.

خو که نن لوبه سکاټلنډ له ویسټ انډیز او راتلونکې ورځ عربي اماراتو له زمبابوې وګتي، نو د افغانستان او ایرلنډ تر منځ کېدونکې لوبې څخه به یوه لوبډله پایلوبې او نړیوال جام ته وزي. دا یوازې په هغه حالت کې چې د دوی رن ریټ یا د منډو جوړولو کچه تر ویسټ انډیز لوړه وي.

دا مهال داسې ښکاري چې د هرې لوبډلې د نړیوال جام هیلې ژوندۍ دي. خو په ټولو کې د سکاټلنډ، ویسټ اینډیز او زمبابوې چانس ډېر دی. افغانستان او ایرلنډ دواړه باید ډېره هڅه وکړي چې لوبه په لوړ توپیر وګتي او نړیوال جام ته لاره ومومي.

افغانستان تر دې مخکې له عربي اماراتو او ویسټ انډيز څخه لوبې ګټلې. خو د دغو لوبو په لومړي پړاو کې یې بیا له زمبابوې، سکاټلنډ او هانګ کانګ څخه ماته وخوړله او همدې نړیوال جام لوبو ته تګ ورته ګران کړی.