د نقیب مسید پر وژنه تورن انوار ونیول او محکمې ته حاضر شو
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب مسید په وژنه تورن پولیس چارواکی راو انوار نیول شوی دی.
کله چې د ثاقب نثار په مشرۍ د سترې محکمې درې کسیز پلاوي اسلام اباد کې د چهارشنبې په ورځ د نقیب الله مسید د وژنې دوسیه پیل کړه، نو راو انوار په سپین ګاډي کې عدالت ته راوستل شو.
د بي بي سي خبریال شهزاد ملک وايي، ښاغلي انوار په محکمه کې وویل چې د محکمې له حکم سره پخپله حاضر شوی دی، خو قاضي یې په ځواب کې وویل، تاسو د محکمې په ټاکلي مهال حاضر نه شوئ.
* اسلام اباد کې د نقیب مسید د وژنې ضد احتجاج
* مسید قوم ته له واڼه سیمې د وتلو امر شوی
راو انوار په تورو جامو کې و او مخ یې په طبي ماسک سره پټ شوی و.
لوی قاضي ورته وویل، عدالت حیران دی چې څنګه مو په دومره زړورتیا سره دوه لیکونه ولیکل او دومره وخت پټ وی او هیچا ته هم ستاسو پته نه وه.
راو انوار وویل چې هغه د سیند پولیسو د څېړنیزې جرګه ګۍ په هکله ځینې غوښتنې لرې.
پلټنو کې د ای اېس ای د ګډولو غوښتنه
په ځواب کې لوی قاضي وویل چې په دې جرګه ګۍ کې څوک ور ګډول غواړي، نو راو انوار وویل، چې د ای اېس ای او کورنیو استخباراتو کسان ور ګډول غواړي.
په ځواب کې لوی قاضي وویل: موږ پوهېږو چې تاسو ولې د دې ادارو کارکوونکی ور ګډول غواړئ.
محکمې د دې مسلې په هکله د نوې ګډې پلټنډلې د جوړولو حکم وکړ، چې مشري به یې د سیند یو چارواکی افتاب پټان کوي، خو د استخباراتي ادارو کوم چارواکی به پکې نه وي.
* د پښتنو منظور پښتین له کومه راغی؟
* د منظور پښتین خولۍ د حق غوښتنې پر سمبول بدلېږي؟
محکمې له دې نوې پلټنډلې وغوښتل چې ازادې پلټنې وکړي او د څېړنو تر بشپړېدو د سیند پولیس راو انوار وساتي.
سترې محکمې له دوسیې اورېدلو وروسته د راو انوار د ساتنې ضمانت غوښتنه رد کړه.
لامل یې دا وښودل شو چې د نقیب الله مسید د وژنې په تړاو د محکمې له حکم سره سم دی عدالت ته حاضر نه شو او بهر نیول شوی دی.
نقیب مسید څنګه ووژل شو؟

- د جنورۍ ۱۳ کراچۍ ته څېرمه د پولیسو جعلي مقابله کې نقیب الله مسید ووژل شو.
- د عملیاتو مشر راو انوار وویل نقیب د لښکر جنګوي غړی و
- ۱۸ جنورۍ: د نقیب کورنۍ دا تورونه رد کړل او وروسته په دې تړاو مظاهرې پیل شوې
- په دغه ورځو کې د سیند کورنیو چارو وزارت د پولیسو د دې عملیاتو د پلټنې حکم وکړ
- ۱۹ جنورۍ: سترې محکمې په دې تړاو اعلامیه خپره کړه
- ۲۰ جنورۍ: پښتنو د راو انوار د نه نیولو خلاف اسلام اباد کې لس ورځنی پرلت پیل کړ
- ۲۱ مارچ: راو انوار ستره محکمه کې ښکاره او ونیول شو
د پښتون ژغورنې غورځنګ
راو انوار ویل نقیب الله مسید له پولیسو سره مقابله کې وژل شوی، خو کورنۍ یې ویل، چې له هوټل نه پورته کړی او وژلی یې دي.
وروسته پلټنو ثابته کړه چې نقیب الله مسید په جعلي مقابله کې وژل شوی.
دې پېښې ته پښتنو پراخ غبرګون وښود او د منظور پښتون په مشرۍ له وزیرستان تر بنو بیا اسلام اباد پورې لاریون وشو.
* تر سوات وروسته باجوړ کې د پښتنو احتجاج
* کراچۍ کې له نقیب وروسته د موسی خان وژنه
دغه لاریون په پرت بدل او په لسمه ورځ یېد پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې د پرلتوالو غوښتنې به مني.
که څه هم منظور پښتون د اسلام اباد پرلت ړنګ کړ، خو له هغه وروسته یې قبایلي سیمو، پښتونخوا او بلوچستان کې له پښتنو او بلوڅو سره مختلفې ناستې کړې دي.
دی وايي، د مارچ پر ۲۵ په پېښور کې لاریون کوي او دا ګواښ هم کوي چې که اسلام اباد یې غوښتنې پوره نه کړي، بیا به اسلام اباد کې پرلت وکړي.
دوی له حکومت غواړي چې د ترهګرۍ پلمه عملیاتو کې ورک پښتانه بېرته وسپاري، وزیرستان کې ښخ شوي ماینونه پاک کړي او په پاکستان کې پښتانه ونه ځورول شي.
پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې په نوم پیل شوي غورځنګ سره افغانستان او نوره نړۍ کې هم پښتنو خپل یووالی او ملاتړ ښودلی دی.