BBC
 شاته

داعش د کابل ځانمرګي برید مسوولیت منلی

. د انځور حقوق Reuters

د بي بي سي مینټورینګ برخې د معلوماتو له مخې، داعش اړوند اعماق ویبپاڼې منلې چې د کابل ځانمرګی برید دوی کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په برید کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان دي.

برید په جمال مېنه کې د کارته سخي زیارت ته څېرمه، پلي بریدګر کړی دی.

په کارت سخي زیارت کې هر کال په لومړۍ ورځ مېله وي چې له بېلابېلو سیمو سلګونه کسان ورته راځي، خو د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، ځانمرګي غوښتل د کارت سخي زیارت ته ځان ورسوي چې په سیمه کې د پولیسو د موجودو پلټنځیو له امله یې هدف ته له رسېدو وړاندې په ځان پورې تړلیو توکو ته چاودنه ور کړې ده.

ولسمشر غني هم د کابل د نن ورځې ځانمرګی برید "بشر ضد کړنه" بللې او هغه یې غندلی دی.

نوموړي زیاته کړې، ترهګر د ورته جنایتونو په تر سره کولو زموږ د خلکو د خوښۍ، تحصیل، ورځنیو فعالیتونو، پرمختګ، ابادۍ، ملي او مذهبي مناسبتونو مخه نه شي نیولی.

* نوروز په کابل کې

* کابل ته د متیس سفر؛ "ځینې طالبان سولې ته لېواله دي"

* ولسمشرغني: چمتو یو طالبان د سیاسي ګوند په توګه ومنو