BBC
 شاته

عطا محمد نور: له ارګ سره لانجه حل شوې ده

. د انځور حقوق FB/ATTA MOHAMMAD NOOR
Image caption ښاغلي نور وویل، د جمعیت ګوند مشرتابه له حکومت سره د هوکړې د لاسلیک واک ده ته ور کړی دی .

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور وايي، له حکومت سره د جمعیت اسلامي ګوند پر غوښتنو هوکړې ته رسېدلی دی. نوموړي چې نن د نوي کال په لومړۍ ورځ په مزار شریف ښار کې خبرې کولې وویل، د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ ستونزه هواره شوې او ډیر ژر به دواړه لوري چمتو شوې هوکړه لاسلیک کړي.

هغه وویل، د جمعیت ګوند مشرتابه له حکومت سره د هوکړې د لاسلیک واک ده ته ور کړی دی .

عطامحمد نور په ظاهره د بلخ له خلکو سره خدای پاماني وکړه، خپلو ۱۴ کلنو لاسته راوړنو ته یې اشاره وکړه او له ولسمشر څخه یې هم مننه وکړه چې د نظام د ستنو د پياوړتیا لپاره یې زغم او هڅه کړې ده.

عطا محمد نور راتلونکو ټاکنو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې له هوکړې وروسته به په پراخه بڼه سیاسي بهیر ته دننه شي.

د دوستم ستونزه دې حل او جنرال رازق دې پر خپل ځای وي

د بلخ پخواني والي د جمعیت اسلامي ګوند اجرایوي مشر عطامحمد نور پخپلو خبرو کې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د نظام د ستنو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره دې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ستونزه هم حل کړي.

ښاغلي نور زیاته کړه، ښاغلی غني باید جنرال عبدالرازق د کندهار د امنیه قومندان په توګه بیا په دنده وګوماري.

* عطا محمد نور د بلخ د نوي والي په سر 'له ارګ سره هوکړه' رد کړه

* "د بلخ لانجه دې د اساسي قانون رڼا کې حل شي"

* غني او مایک پینس ټیلېفوني خبرو کې پر بلخ هم غږېدلي

هغه پخپلو خبرو کې وویل، د جمعیت درېوو کاندیدانو له ډلې به یو کس د بلخ د والي په توګه وټاکل شي چې د هغه په ټکیو له عطامحمد نور څخه به کم نه وي.

د تېر کال لیندۍ میاشت کې ولسمشرۍ ماڼۍوویل، ولسمشر غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې ده.

ښاغلي نور، چې د بلخ اجرایي مشر هم دی، وویل، استعفا یې مشروطه او یو کال پخوانیو خبرو پورې تړلې، چې له ارګ سره د جمعیت د ونډې په هکله پیل شوې وې، خو بې نتیجې پای ته ورسېدې.

نوموړي ټینګار کاوه چې د جمعیت اسلامي او د ملي حکومت د هوکړې له مخې په دغه دنده ګومارل شوی او د دې ګوند له پرېکړې پرته دنده نه پرېږدي.

د جمعیت او حکومت منځګړي

د دې ستونزې د اواري لپاره د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي او د ولسمشر د دفتر مشر سلام رحیمي د حکومت او د جمعیت اسلامي مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او څو نور کسان د جمعیت په استازولۍ خبرې کوي.

په دې خبرو کې د بلخ لپاره د نوي والي د پېژندلو ترڅنګ د ملي وحدت حکومت د هوکړې پلي کول، د ملي شورا ټاکنیز نظام کې سیاسي ګوندونو ته ونډه ور کول او د پارلمان د مصوبې له مخې د برېښنايي پېژندپاڼو وېشل د جمعیت ګوند نورې مهمې غوښتنې دي.

بلخ د افغانستان په شمال کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو دلیلونو له مخې اهمیت لري او د ښاغلي نور ټولنیز مرکز بلل کېږي.

له نږدې پنځلسو کلونو راهیسې ښاغلی نور د بلخ والي و.

نوموړی د جمعیت ګوند اجرايي مشر او دا ګوند په حکومتي قدرت کې مهمه برخه لري.

د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله هم د دې ګوند یو غړی دی.

پر بهرنیو چارو وزیر سربېره د حکومت یو شمېر نورې مهمې څوکۍ هم د جمعیت ګوند په لاس کې دي.