BBC
 شاته

پاکسان افغان حکومت ته د بریدګرو ۳ تیلېفون شمېرې ورکړې

اکسپرېس ټريبيون:

پاکستان چاپې اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د افغان ولسمشر او د پاکستان د پوځ مشر ترمنځ ټيليفوني خبرو اترو ته پام کړى چې په کابل کې د اورپکو له لوري پر امريکايي پوهنتون له يوۀ خونړي بريد وروسته ترسره شوې.

ورځپاڼه وايي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له راحيل شريف نه په ټينگه وغوښتل چې د بريد سمبالوونکو په وړاندې دې جدي او عملي اقدام وکړي.

ورځپاڼه زياتوي جنرال راحيل شريف ژمنه وکړه چې قضيه به ارزوي او له غوره شويو لارو چارو به افغان حکومت خبروي، خو د ورځپاڼې په وينا په دې تړاو خپرې شوې ويناپاڼې کې راغلي چې له شواهدو او موندنو داسې څرگنده شوې چې د بريد د پلان او پلي کېدو چارې د ډيورنډ کرښې پورې غاړه ترسره شوي دي.

خو د پاکستان د پوځ د رسنيو څانګې دا هم ويلي چې افغان حکومت له دوى سره درې ټيليفونې شمېرې شريکې کړي چې ادعا کېږي اورپکو د بريد پرمهال کارولي دي.

واشنگټن پوست:

Image copyright Getty

واشنگټن پوست هم په کابل کې پر امريکايي پوهنتون بريد ته خپل يو مطلب ځانگړى کړى او "د نابينايانو يو مرکز په افغانستان کې د وروستي بريد داسې يو قرباني چې تر ټولو کم پام ورته اوښتى" تر سرليک لاندې ليکلي:

نابينايانو لپاره يو کوچنى دولتي ښوونځي چې له ټيټو خونو او جونگړو جوړ او د امريکايي پوهنتون عصري او گڼ پوړیزې ودانۍ ته ورڅېرمه دى، جنت ته د ځانمرگو بريدگرو لپاره ټوپ دړه و.

ورځپاڼې ويلي په چاودېدونکو توکو بار لارۍ د ښوونځي شين رنگى اوسپنيز ور ړنگ کړ او په انگړ کې و چاودېد د پوهنتون د ودانۍ دېوال يې ونړاوۀ او وسلوالو ته يې لار پرانيسته چې پوهنتون ته ننوځي.

ډان:

دغې پاکستان چاپې ورځپاڼې په دغه هېواد کې د پاکستاني پېژند پاڼو د بيا ارزونې بهير ته کتنه کړې او د يوۀ قبايلي وگړي کيسه يې راخيستې چې ورباندې د افغان شک شوى.

دغه کس لپاره د شيراز خان مستعار نوم کارول شوی، چې د ورځپاڼې په وينا سوربخونى دى او په پښتو لهجه اردو وايي.

Image copyright Getty

د ورځپاڼې په وينا د دۀ او د يوۀ افغان هېڅ توپير نه کېږي لکه هماغسې چې د ډيورنډ د دواړو غاړو اوسېدونکي پښتانه ډېر سره ورته دي.

له سره د دۀ د تابعيت د ثابتولو لپاره ډېر اسناد شته، خو بيا هم د احوالو د ثبت ادارې چارواکو ډاډ نه دى ترلاسه شوى.