BBC
 شاته

د تبوک پر سړک ننداره او د واشنګټن بوټان

د نړۍ له لر او بره د تېرې اونۍ اوږدو کې د یو شمېر مهمو خبرونو اړوند تصویرونه دلته وړاندې کېږي.

امریکا کې د دوو اونیو اوږدو کې درېیم ځل واورین توپان پر مهال مانهاټن کې خلک د تګ راتګ په حال کې. د انځور حقوق Bernadette Baum/ Reuters
Image caption امریکا کې د دوو اونیو اوږدو کې درېیم ځل واورین توپان پر مهال مانهاټن کې خلک د تګ راتګ په حال کې.
سینټ پېټرک شمالي ایرلنډ کې د کښتۍ سپرلۍ حال کې لیدل کېږي. ایرلنډ ته لومړی ځل د سینټ پېټریک راتګ منظر دویم ځل ښکاره شوی د انځور حقوق Clodagh Kilcoyne/ Reuters
Image caption سینټ پېټرک شمالي ایرلنډ کې د کښتۍ سپرلۍ حال کې لیدل کېږي. ایرلنډ ته لومړی ځل د سینټ پېټریک راتګ منظر دویم ځل ښکاره شوی
د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې د یوې الوتکې غورځېدو پېښه کې د وژل شویو یاد کې شمعې بلې شوې او دعا شوې. دغه الوتکه د نیپال پلازمېنه کټمنډو کې پر هوايي ډګر د کښېناستو پر مهال وغورځېده او ۴۹ کسان پکې ووژل شول. د انځور حقوق Allison Joyce/ Getty Images
Image caption د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې د یوې الوتکې غورځېدو پېښه کې د وژل شویو یاد کې شمعې بلې شوې او دعا شوې. دغه الوتکه د نیپال پلازمېنه کټمنډو کې پر هوايي ډګر د کښېناستو پر مهال وغورځېده او ۴۹ کسان پکې ووژل شول.
فرانسه کې د پیرا مینتاسکي سیالیو ګډونوال د لوبې لومړي پړاو پر مهال لیدل کېږي. د انځور حقوق JEFF PACHOUD/ AFP
Image caption فرانسه کې د پیرا مینتاسکي سیالیو ګډونوال د لوبې لومړي پړاو پر مهال لیدل کېږي.
د سویټزرلنډ ریپرزول کې د سرکس له نندارې مخکې شینل میري نې له اوښ ډوله څاروي لاما سره د تمرین پر مهال د انځور حقوق MELANIE DUCHENE/ EPA
Image caption د سویټزرلنډ ریپرزول کې د سرکس له نندارې مخکې شینل میري نې له اوښ ډوله څاروي لاما سره د تمرین پر مهال
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کالیفورنیا سیندیاګو کې مرین کور هوايي اسټېشن ته د ورتګ پر مهال ګڼه ګوڼه کې خپله خولۍ هوا ته پورته کړه. د انځور حقوق Kevin Lamarque/ Reuters
Image caption د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کالیفورنیا سیندیاګو کې مرین کور هوايي اسټېشن ته د ورتګ پر مهال ګڼه ګوڼه کې خپله خولۍ هوا ته پورته کړه.
د سعودي عربستان تبوک ښار کې یو سړی داسې حال کې لیدل کېږي، چې پر دوو ټایرونو د ګاډي ځغاستې پر مهال سلامي کوي. یو بل ملګری یې پر سړک پروت سیلفي تصویر اخلي. دغه خطرناکه لوبه سایډوال سکئینګ بلل کېږي. د انځور حقوق Mohamed Al Hwaity/ Reuters
Image caption د سعودي عربستان تبوک ښار کې یو سړی داسې حال کې لیدل کېږي، چې پر دوو ټایرونو د ګاډي ځغاستې پر مهال سلامي کوي. یو بل ملګری یې پر سړک پروت سیلفي تصویر اخلي. دغه خطرناکه لوبه سایډوال سکئینګ بلل کېږي.
د امریکا پلازمېنه کې د هغو ماشومانو په استازیتوب د احتجاج په توګه ایښې څپلۍ او بوټان لیدل کېږي، چې له ۲۰۱۲ کاله تر اوسه په ښوونځیو کې د ډزو پېښو کې وژل شوي دي. د انځور حقوق MICHAEL REYNOLDS/ EPA
Image caption د امریکا پلازمېنه کې د هغو ماشومانو په استازیتوب د احتجاج په توګه ایښې څپلۍ او بوټان لیدل کېږي، چې له ۲۰۱۲ کاله تر اوسه په ښوونځیو کې د ډزو پېښو کې وژل شوي دي.
د سویټزرلنډ بیولې ته څېرمه لاروش ساحل په شګو کې نښتې کښتۍ لیدل کېږی. دلته هر کال د دې لپاره کېندنه کېږي، چې له الپاین غرونو د ویلې شوې واورې اوبو لپاره زېرمه پراخه شي. د انځور حقوق VALENTIN FLAURAUD/ EPA
Image caption د سویټزرلنډ بیولې ته څېرمه لاروش ساحل په شګو کې نښتې کښتۍ لیدل کېږی. دلته هر کال د دې لپاره کېندنه کېږي، چې له الپاین غرونو د ویلې شوې واورې اوبو لپاره زېرمه پراخه شي.
د سکاټلنډ برج ایلن ښار کې میګي موس د سکاټس لیبر ګوند کنفرانس پر مهال له اروپايي ټولنې د برتانیا وتلو خلاف احتجاج کوي. د انځور حقوق Jane Barlow/ PA
Image caption د سکاټلنډ برج ایلن ښار کې میګي موس د سکاټس لیبر ګوند کنفرانس پر مهال له اروپايي ټولنې د برتانیا وتلو خلاف احتجاج کوي.

د ټولو تصویرونو ټول حقونه خوندي دي.