BBC
 شاته

جنرال مراد علي مراد: راتلونکی کال پر وسله والو فشارونه زیاتوو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
جنرال مراد علي مراد: راتلونکی کال پر وسله والو فشارونه زیاتوو

د افغانستان کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال مراد علي مراد وايي، په ۱۳۹۷ کال کې به پر وسله والو مخالفانو پوځي فشارونه ډېروي.

جنرال مراد له بي بي سي سره په ځانګړې مرکې کې ویلي په ۱۳۹۶ کال کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي سرچینې يې هم له منځه تللې، خو دغه لوړپوړي امنيتي چارواکي تېر لمریز کال له کړاونو ډک بللی او ویلي يې دي چې په نوي کال کې د طالبانو د ځپلو لپاره ځانګړي پلانونه لري.

تر ټولو لوی بم

د ۱۳۹۶ کال په لومړیو کې د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې پر پټنځای د بمونو د مور یا د نړۍ تر ټولو لوی بم وغورځول شو.

دغه برید ته په افغانستان کې له سخت دریځۍ سره د مبارزې په برخه کې د نوي بدلون په سترګه وکتل شول. له څه ځنډ وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د جګړې او سوېلي اسیا لپاره خپله نوې تګلاره هم اعلان کړه.

پر سخت دریځو وسله والو د پوځي فشار ډېرېدل او پر اسلام آباد د واشنټنګن اقتصادي بندیزونه یې دوه پام وړ ټکي وو.

د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د دغې نوي ستراتیژۍ له مخې امریکايي ځواکونه کولای شي د ترهګرو د ځپلو په موخه د تېر خلاف پراخ هوايي عملیات وکړي.

د دغې ستراتیژۍ اغیزه د افغانستان پر اسمان تر نورو ځایونو ډېره حس کېده. بي ۵۲ امریکايي الوتکه له اوږده ځنډ وروسته په افغانستان کې بریدونو ته را وګرځېده. او په دې کال کې يې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو کچه ډېره کړه.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسون د خپله راتلونکي دوه کلن ماموریت اصلي موخه پر ۸۰ سلنه افغان خاوره د افغان حکومت د واک پراخول وبلل.

خو وسلوال طالبانو هم بېکاره نه وه ناست، د دغې ډلې خونړیو بریدونو په بلخ، غزني، پکتیا او کندهار کې د سلګونو سرتېرو ژوند واخیست.

د دغو بریدونو تر ټولو مرګونی هغه د ۱۳۹۶ کال په حمل مياشت کې په شاهين قول اردو وشو. په دغه برید کې نږدې ۱۴۰کسان ووژل شول.

خو کابل بیا د بل هر ولایت پرتله د ډېرو خونړیو پېښو شاهد و.

د پلازمينې کابل په زنبق څلور لارې کې درنې چاودنې کابو ۵۰۰ کسان مړه او ټپیان کړل چې دا په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو مرګونی برید وګڼل شو.

له دې برید وروسته د کابل په صدارت څلور لارې کې موټر بم چاودنه دویمه درنه هغه وه چې له سلو ډېر کسان يې ووژل او نژدې ۱۴۰ یې ټپیان کړل.

خونړی کال

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر کال د لسو زرو ملکيانو د وژل کېدو او ټپي کېدو له امله د افغانانو لپاره تر ټولو خونړی هغه و.

له دې ټولو سره سره بیا هم حکومت ادعا کوي چې افغان ځواکونه بریالي وو او د ولایتونو او ولسوالیو د مرکزونو د نیولو لپاره يې د طالبانو د هڅو په ګډون د هغوی ستر پلانونه شنډ کړي.

د حکومتي چارواکو په وینا د امنيتي ځواکونو په بریدونو کې د طالبانو زرګونه غړي وژل شوي او د بلې وسله والې ډلې یا داعش د تحرک ځواک هم پوره ځپل شوی دی.

وسلوالو طالبان او په ځانګړي ډول د دوی قومندانانو ته تر ټولو ډېر زیانونه د بې پیلوټه الوتکو بریدونو اړولي. په سوېل کې هلمند او په ختیځ کې ننګرهار د دغو بریدونو شاهدان وو.

خو د جګړې په منځ کې و چې د افغانستان دولت له طالبانو سره د سولې د خبرو وړانديز وکړ.

وروستی هغه یې د کابل بهیر په دویم کنفراس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۶ کال په وروستۍ میاشت کې د سولې لپاره بي ساري طرحه وړاندې کړه.

ښاغلي غني په دغې طرحې کې ویلي، له وسلوالو طالبانو سره د خبرو او اوربند لپاره له هر ډول وړاندې شرط پرته چمتو دی.

هغه وویل، چمتو دی طالبان د سیاسي ګوند په توګه ومني، د دوی بندیان آزاد کړي او د اړتیا په صورت کې په اساسي قانون کې بدلون راولي.

طالبانو لا تر اوسه د حکومت دغه وړاندیز ته د هو یا رد ځواب نه دی ویلی او پر حکومتي او امنیتي بنسټونو یې بریدونو ته دوام ورکړی.

د سولې له بهیره د پاکستان د ملاتړ له اعلان سره سره لا هم داسې نه ښکاري چې په را روان کال کې دې د جګړې لمبې سړې شي.

په افغانستان کې دواړو لورو زیان اړوونکې جګړې ته ځانونه چمتو کړي. خو ډېری په دې اند دي چې طالبانو ته د سولې وروستی وړاندیز کولای شي د جګړې ملا ماته کړي.

اوس له بل هر وخته ډېر د سولې هيلې راټوکېدلې او د سولې عالي شورا هم د ۱۳۹۷ کال د سولې کال بللی.