BBC
 شاته

"امریکا له طالبانو سره خبرو ته اړه ده"

د انځور حقوق Getty Images

امریکا اړتیا لري چې له طالبانو سره خبرې وکړي، دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی چې په افغانستان کې یې د روغې جوړې او د امریکا د تر ټولو اوږدې مودې جګړې په تړاو یې خپور کړی دی.

د مطلب لیکوال په دې نظر دی چې په افغانستان کې سوله او روغه جوړه تر هغه ناشونې ده چې امریکا د سولې د خبرو لپاره له طالبانو سره د خبرو ډګر ته راووځي.

دی استدلال کوي چې د طالبانو دې غوښتنې ته په کتو چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان ووځي او له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو ردول اړتیا ده چې امریکا په افغانستان کې د خپلو مېشتو ځواکونو مسله د خبرو مېز ته وړاندې کړي.

دی وايي له جو جاړي پرته ناشونې ده چې په رښتینې معنی خبرې پيل شي.

د مطلب لیکوال د بې باورۍ فضا ته هم اشاره کوي او وايي چې طالبانو داسې فکر کوي چې په کابل کې سیاستوال خبرو ته تیار نه دي، خو باید وویل شي چې د افغان دولت وروستی وړاندیز چې طالبانو ته یې کړی بې ساری او هڅوونکی بلل شوی.

سعودۍ عکاظ ورځپاڼه

سعودۍ ورځپاڼې عکاظ لیکي په شوری کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د ارګان په اړه بحث او غوښتنه شوې چې ددغه پیاوړې مذهبي ادارې جوړښت ته دې بیا کتنه شوې.

ورځپاڼې د شوری د یوه غړي هغه خبرې را اخیستې چې وايی امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې دې د نیوکه کوونکو پرمخ د بحث لپاره خپلې دروازې پرانیزې او د هغوی پوښتنې دې ځواب کړي.

یوه بل غړي غوښتنه کړې چې د دغې ادارې د اروزنې لپاره دې یو پلان جوړ شي او د هغه له مخې دې دغه اداره او اغېز یې وارزول شي.

پاکستانۍ ډیلي ټایمز

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي، د ۲۴ پاکستاني زندانیانو کورنیو غوښتنه کړې چې هغوی دې پاکستاني لوري ته وسپارل شي.

دوی په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې دغه کسان افغانستان ته د کار لپاره تللي وو، خو نادرکه و او اوس د پلچرخي او باګرام په زندانونو کې موندل شوي دي.

دغه کسان د مردان ، سوابۍ ، چارسدې او د پېښور د ځینو نورو سیمو اوسیدونکي دي.