BBC
 شاته

په پاخه عمر د نظر کمېدو مخنیوي کې پرمختګ

داګلاس د انځور حقوق Moorfields
Image caption داګلاس واټرز وايي خپل لید یې تر لاسه کړی

روغتیا پوهانو په برتانیا کې په ډېر عمره کسانو کې د "دژنراسیون ماکولا" په نوم د دودیز ړنډېدو د درملنې لپاره ستر ګام پورته کړی.

۸۶ کلن دا ګلاس واټرز، چې په خپله ښۍ سترګه یې څه نه لیدل اوس له دې درملنې وروسته وايي: " اوس ورځپانه هم پرې لوستلی شم".

د بنسټیزو ژونکو (حجرو) په مرسته د سترګو د دې ناروغۍ درملنه په لومړي ځل د لندن د سترګو، مورفیلډز روغتون کې وشوه.

دا ژونکې د انسان له بنسټیزو ژونکو ویستل شوې، د یوې وسیلې په مرسته وده ورکړل شوې او په ډېر پام د سترګو شاته ځای پر ځای شوې دي.

ړانده زدکوونکي د ړانده ښوونکي په مرسته د پوهنې په رڼا پسې

"د سري دېوي سترګې زړه وړونکې وې"

افغان حکومت درملتونونه معیاري کوي

تخار: تاجکستانۍ ډاکترانې د افغان ښځو درملنه کوي

ښاغلی واټرز چې د لندن اوسیدونکی دی درې کاله مخکې یې ښۍ سترګه د ماکولا دژنراسين په ناروغۍ اخته شوه.

ماکولا د سترګو هغه برخه ده چې د سترګو په مخکینۍ برخه کې د ښه لیدلو امکانات برابروي او همداراز د مخونو د تشخیص، د تلويزن لیدل او کتاب لوستلو لپاره اړینه ده.

داګلاس وايي، له دې ورسته په ښۍ سترګه هر څه ښه لیدلی شي. ماکولا په خپل جوړښت کې داسې اوبدل شوې چې رڼا یا نور حس کولی شي.

د دې اوبد شاته " رنګینې شبکې" دي دا شبکې چې کله سستې او کمزورې شي، د ماکولا او ړنډېدو لامل ګرځي.

د انځور حقوق Fergus Walsh

روغتیا پوهانو د دې برخې د جوړولو حل پیدا کړی چې د سترګو شاته کېښودل کيږي.

د دې برخې قطر یوازې یوه ژونکه ده ـ شاوخوا ۴ میکرون ـ اوږد والی یې ۶ په ۴ ملي مترو کې دی.

د دې خپرونې ګډونوال او روغتیاپوه لیندون کروز دا لاسته راوړنه حیرانوونکې بولي خو، وايي، چې دې لاسته راوړنې ته درملنه نه شو ویلی ځکه نه سترګه هغه پوره او طبعیي لیدلو ته نه ګرځوي.

هغه دوه کسان چې دا ازمایښت پرې شوی له د مخکې په دې توانېدل چې په سترګو یو څه ولولي خو له ازمایښت وروسته ۶۰ تر ۸۰ کلیمې په یوه دقیقه کې لوستلی شي.

په بل پړاو کې به اته ناورغان په کلینیکي ازمایښت کې ګډون وکړي.

د انځور حقوق Getty Images

روغتیا پوهان دا ډاډ ترلاسه کول غواړي چې په دې ژونکو کې خو به د سرطان وېره نه وي، مګر تر اوسه په دې سلولونو کې د دې ستونزې نښه نه لېدل کیږي.

په لندن کې د کالج پوهنتون د سترګو د روغتیا موسسې پوهاند پیت کافي وویل: "دا څيړنه په ترمیمي روغتیا کې لوی پرمختګ دی. خو تمه لرو چې په چټکه او ارزانه درملنه بدله شي.

هغه وایي، دا درملنه باید په پنځو کلونو کې د برتانیا په روغتیايي نظام کې شامله شي:

"په برتانیا کې له ۶۰۰ زرو ډېر کسان په دې ستونزه اخته دي. دا ناروغي په برتانیا کې د ړنډېدو اصلي لامل او په نړۍ کې دریم لامل دی".