BBC
 شاته

د امریکا لوی درستیز 'د چارو ارزولو' لپاره افغانستان ته تللی

. د انځور حقوق RSNATO
Image caption نوموړی پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې نوی کال په پیلېدو دی او طالبانو لا وار دمخه نسبتا بریدونه ډېر کړي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ افغانستان ته راغلی دی. د راپورونو له مخې نوموړی پرون د مارچ ۱۹مه افغانستان ته رسېدلی او نن د مارچ ۲۰ مه یې له افغان ولسمشر او نورو افغان چارواکو سره لیدلي دي.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي ډنفورډ له خولې ویل شوي، کابل ته یې د سفر موخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او روزنې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د اوږدمهالې ژمنتیا لپاره دی.

نوموړي ویلي، هېواد یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د اعلان شوې ستراتیژۍ په پلي کولو کې کولو کې جدي دی.

نوموړی پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې معمولاً په دغه هېواد کې پسرلنۍ جګړه پیلېږي، خو سږ د نوی کال تر پیل وړاندې د وسله والو طالبانو د بریدونو راپورونه ور کړل شوي دي.

د امریکا لوی درستیز افغانستان ته څنګه راغلی؟

د راپورونو له مخې نوموړی تېره ورځ د مارچ ۱۹ افغانستان ته رسېدلی او موخه يې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د فعالیتونو ارزول دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو راپور پر بنسټ، ښاغلی ډنفورډ پخپل سفر کې غواړي دا ډاډ تر لاسه کړي چې د امریکايي پوځي سلاکارانو او د افغان هوايي ځواکونو فعالیتونه په سم لوري روان دي. امریکا دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۱۳ زره پوځیان لري چې په ډله کې یې عادي، ځانګړي، پټ او لنډمهالي سرتېري شامل دي.

* کابل ته د متیس سفر؛ "ځینې طالبان سولې ته لېواله دي"

* ولسمشرغني: چمتو یو طالبان د سیاسي ګوند په توګه ومنو

* د امریکا د پوځ لوی درستیز د نوې کړنلارې ټاکلو لپاره کابل ته تللی

نوموړی دغه راز غواړي د راتلونکو میاشتو هدفونه په نښه کړي چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ايتلاف وکولی شي د راتلونکو میاشتو لپاره د جګړې په ډګر کې اړین ګامونه پورته کړي او دا به هم وارزوي چې ټاکل شوي هدفونه تر کومه ځایه تر لاسه شوي دي.

د یادې سرچینې په خبره، کله چې څو میاشتې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو کال په تېرېدو سره د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي ارزوي، نو د جګړې په ډګر کې لاسته راوړنې به د دې اروزنې یوه مهمه برخه وي.

د جګړې موسم او د سولې فشارونه

ښاغلی ډنفورډ پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې په دغه هېواد کې د جګړې موسم په پیلېدو دی.

تر ښاغلي ډنفورډ یوه اونۍ وړاندې د مارچ ۱۳مه، د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس هم کابل ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي وو، داسې نښې يې لیدلي دي چې د طالبانو یو شمېر غړي له افغان حکومت سره خبرو ته لېوال دي.

ظاهراً پر پاکستان د امریکا فشارونه زیاتېږي چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي.

د انځور حقوق ARG

وسله والو طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وروستی وړاندیز بې ساری او هڅوونکی بلل شوی، طالبانو تر اوسه رسماً د دغه وړاندیز د رد یا تایید په اړه څه نه دي ویلي.

د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې د دویمې ناستې پر مهال وویل، افغان حکومت له طالبانو سره له هر ډول مخشرط پرته خبرو ته چمتو دی.

افغان حکومت اعلان کړی چې چمتو دی له اوربند وروسته، طالبان د سیاسي ګوند په توګه وپېژني او د هغوی د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې یو لړ بدلونونه هم راولي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، طالبان داسې فکر کوي چې په کابل کې سیاستوال خبرو ته تیار نه دي، خو باید وویل شي چې د افغان دولت وروستی وړاندیز چې طالبانو ته یې کړی بې ساری او هڅوونکی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا دفاع وزیر کابل ته د وروستي سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي، یو شمېر طالبانو سولې ته لېوالتیا ښودلې ده

نوي سټراتیژي له طالبانو د بري هیله تروړي

د امریکا د دفاع وزیر کابل ته په خپل تېر سفر کې چې د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په وروستیو کې یې کړی، ویلي وو، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوي ستراتيژي له طالبانو، حقاني شبکې، القاعدې او داعش وسله والو دا هیله تروړي چې ګواکې د جګړې له لارې بریالي کېدای شي.

هغه ویلي وو، د طالبانو لپاره د جګړې پای ته رسولو یوازینۍ لار دا ده چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

وسله والو طالبانو د کابل کنفرانس تر دویمې ناستې یوه ورځ وړاندې ویلي وو، چمتو دي له امریکا سره مخامخ خبرې اترې وکړي.

خو امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې د سولې خبرې اترې باید د افغانانو په مشرۍ له افغان دولت سره وشي.