BBC
 شاته

مسلمانه ښځه چې د نړۍ د کېک بوکسنګ اتله شوه

. د انځور حقوق Getty Images

هغه برتانوۍ نجلۍ چې په خټه بنګالۍ ده سخت مذهبي خنډونه شاته پريږدي، له مخکې ټاکل شوي زړه بوږنونکي واده خلاصېږي، له سختې ناروغۍ روغه وځي او وروسته د نړۍ د کېک بوکسنګ اتلېږي.

دا د یو بالیوډي فلم کیسه نه بلکې د رکسانا بېګم د ژوند کسه ده.

له دې سره سره چې د ونې لوړوالی یې یوازې ۱۵۸ سانتي متره دی، خو میرمن بګیم د خپل ژوند ټول شخصي او مذهبي خنډونه لرې کړل او د خپل ورزشي ژوند لوړې پوړۍ ته ورسېده هغه پوړۍ چې لا دوام لري.

هغه وايي: " ما یوه سخت دریځه مسلمانه کورنۍ درلوده. زما کورنۍ له ما سره حسابي کوله.

په همدې اساس مې نه شوی کولی چې هغوی ته ووایم چې زه د رزمي هنرونو په زدکړه بوخته یم، ځکه پوهېدم چې د دې کار اجازه نه راکوي.

بریالۍ ښځې چې نړۍ یې بدله کړې

د ښځو فعالیت ولې د هغوی خپل نه ګڼل کېږي؟

وېردم چې هسې نه اړه شم د کورنۍ او ورزش تر منځ چې پرې میینه وم یو وټاکم".

پنځلس کاله مخکې چې رکسانا د وستمینسټر پوهنتون کې د انجینرۍ زدکړې کولې د ځان مطرحولو ته یې لار ومونده

هغه وخت ۱۹ کلنه وه او د لومړي ځل لپاره یې یوه ټورنمنټ کې ګټونکې شوه.

له دې سره چې مينه یې له ورزش سره ورځ تر بلې ډېرېدله، خو دا مینه یې تر پنځو کلونو له خپلې کورنۍ پټه ساتلې وه.

هغې وویل په پېغلتوب کې هره یکشنبه سهار وختي له خوبه پاڅېدلم د مور د خوشالولو لپاره به مې د کور ټول کار وکړ، چې بیا ورته ووایم د یوه ساعت لپاره لوبغالي ته تللی شم؟ ژر به لوبغالي ته تلم او له ورزش وروسته به بېرته راتلم کورنۍ مې هغه وخت نه پوهېده چې زه په لوبغالي کې څه کوم.

رکسانا د خپل ژوند د هغو ورځو د احساس په اړه وویل: " زه په ورزش میېنه شوې وم او دې برخه کې مې د پرمختګ لپاره لار پیدا کړې وه، خو مجبوره وم چې دوه مخی ژوند وکړم. کله مې چې سیالۍ کولې د کورنۍ ملاتړ مې خوښېده، نه مې غوښتل چې هغوی ته شاه کړم ما مې د مور دعا ته اړتیا درلوده".

خو د رکسانې د کورنۍ لپاره د دې فرضیې د منلو بهیر ډېر سخت و.

ډېری اسیایي نجونې چې د برتانیا تابعیت لري د خپلو کورنیوو له لوري تر هغه له دا ډول ستونزو سره مخ دي چې د خپل ژوند د درېمې لسيزې په لومړیو کې واده شي او رکسانا بېګم هم له هغو یوه ده: " پوهنتون مې چې بشپړ کړ له مخکې ټاکل شوی کوزدن راته په تمه وو هغه کوزه چې پایله یې ناکامه وه هغه وخت ما فکر کوه چې خپل هویت مې له لاسه ورکړی".

ايا ښځې کولى شي نړۍ په يوه اوونۍ کې بدله کړي؟

د نورستان ښځې ولې درانه کارونه کوي؟

په ۲۰۱۰ کال کې هغه د سندرم مزمنې خستګۍ(Myalgic Encephalomyelitis) له سختې ناروغی سره مخ شوه. مېرمن بګېم وايي په پوره پرهېز یا غذايي رژیم او ځانګړې تمریني لارې په مرسته یې ځان ترې خلاص کړ.

هغه خنډونه چې هر یو یې یو کس له خپلې موخې واړوي خو هغه نه یوازې دا چې منصرفه نه شوه په ۲۰۱۶ کال کې یې ځانته تاریخ جوړ کړ.نوموړې، سوزانا سلمیاروی ته ماته ورکړه او د کېک بوکسینګ لومړنۍ مسلمانه بریتانیوۍ اتله شوه‎.

اوس مېرمن بېګم ۳۴ کلنه ده نوموړې د خپل ژوند له کړاوونو راوتلې ده، خو، څه فکر کوئ؟ چې له دومره بریالیتوبونو وروسته به هغه ارامه ناسته وي نه؛ تېروتنه کوئ: د هغې وروستی ګام د بوکس په مسلکي سیالیو کې ګډون دی. رکسانا بیګم وايي، غواړي نورو مسلمانو برتانویو نجونو ته دا یو الهام وي.

د انځور حقوق Getty Images