BBC
 شاته

پر اوږې د مېرمنې له مړي سره ۱۲ کیلومتره سفر

Image copyright
Image caption دانا ماجي وايي کلی یې ۶۰ کیلو متره لرې و او د ګاډي کرایې پېسې یې نه درلودې

هند کې یوه بې وزله سړي، چې د ادعا له مخې روغتون امبولانس نه ورکاوه، د خپلې مېرمنې مړی ۱۲ کیلومتره پر اوږه وړی.

د دانا ماجي نومي دغه سړي ۴۲ کلنه مېرمن امنګ د نري رنځ له کبله د اړیسې ایالت بهواني پټنه سیمه ییز روغتون کې مړه شوې وه.

دانا ماجي وايي کلی یې له روغتونه ۶۰ کیلومتره لرې و او د ګاډي کرایه کولو لپاره یې پیسې نه درلودې.

روغتون چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

د روغتون یوه چارواکي بي براهما په خبره دغه مېرمن د سې شنبې په ورځ روغتون کې بستري شوې وه او په هماغه شپه ومړه، چې 'مېړه یې د روغتون چارواکو له خبرولو پرته مړی لېږدولی.'

خو دانا ماجي وايي مېرمن یې د سې شنبې په شپه مړه شوه او د چهار شنبې په ورځ یې له هغه وروسته چې روغتون چارواکو بیا بیا ورنه د مړي لېږدولو غوښتنه وکړه د هغې مړی یووړ:

''ما بیا بیا په روغتون کې د مړي لېږدولو لپاره د امبولانس غوښتنه کوله، بیوزله سړی یم، د شخصي ګاډي پېسې مې نه درلودې، پرته له دې چې مړی پر اوږه بار کړم، بله لاره نه وه.'

نوموړی وايي د چهارشنبې په ګهیځ یې له خپلې ۱۲ کلنې لور چولا سره یو ځای د مېرمنې مړی پر اوږې بار کړ او میلګر نومي کلي کې یې د وروستیو مراسمو لپاره ولېږداوه.

نوموړي ۱۲ کیلومتره سفر کړی و، چې کلیوال ورغلل او امبولانس هم ورورسېد.

Image copyright
Image caption د دانا ماجي نومي دغه سړي ۴۲ کلنه مېرمن امنګ د نري رنځ له کبله د اړیسې ایالت بهواني پټنه سیمه ییز روغتون کې مړه شوې وه

د چهارشنبې په ماښام د دغې مېرمنې وروستي مراسم تر سره شول.

ځايي حکومتي افسر برنډا ډي وايي له پېښې نه له خبرېدو سملاسي وروسته یې امبولانس ولېږه.

نوموړی وايي له بیوزله کسانو سره د مرستې ادارې له لوري 'دانا ماجي ته د مېرمنې وروستیو مراسمو لپاره دوه زره روپۍ ورکړل شوې او دغه راز به د هند سره صلیب ادارې له لوري ورسره ۱۰ زره روپۍ مرسته وشي.'

فبروري کې حکومت له روغتونونو نه تر کورونو پورې د بې وزله کسانو د مړو لېږدولو پلان اعلان کړی و.

خو ویل کېږي چې تېرو شپږو میاشتو کې له شپږو ډېر مړي پر بایسکلونو، کراچیو او لرګینو کټونو کې لرې پرتو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د دانا ماجي د مېرمنې له مړینې وروسته د ایالت اعلی وزیر بوین پټنایک د پنجشنبې په ورځ دغه کمپاین په رسمي توګه پیل کړ.