BBC
 شاته

د لوړپوړو چارواکو په ګډون ۱۲ تورن کسان محاکمه کېږي

د انځور حقوق .
Image caption د افغانستان د روڼوالي د څار بنسټ، د مرکز جوړول یوه لاسته راوړنه بولي خو وایي، کړنې یې تر ډیره سیاسي بڼه لري. انځور د ارشیف دی.

د اداري فساد د سترو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون د ۱۲ تورنو کسانو د علني محاکمې بهیر پيل کړ.

دا بهیر یکشنبه پیل شوی او ممکن څو ورځې اوږد شي.

په دغو تورنو کسانو کې د یوه لوی ولایت ښاروال، د سیمه ییزو ارګانونو یو مرستیال او د ښاروالیو او بانکونو کارکوونکي شامل دي چې تورونه یې هم رشوت او له دندې ناوړه ګټه اخیستل ښودل شوي دي.

* افغانستان د نړۍ "څلورم تر ټولو فاسد" هېواد وبلل شو

* مخابراتي مالیه: روان کړکېچ، اداري فساد او مناسبه حل لار

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي چې د مرکز له پيله تراوسه دوی ته ۴۰۰ دوسیې ورغلې چې له سلو ډیرې یې وروستۍ شوې او پاته نورې یې د څیړنې په بیلابیلو پړاونو کې دي.

د افغانستان د روڼوالي د څار بنسټ، د مرکز جوړول یوه لاسته راوړنه بولي خو وایي، کړنې یې تر ډیره سیاسي بڼه لري.

د کابل ښاروال دوسیه

ر د انځور حقوق Gmic
Image caption د لویې څارنوالي ویاند وايي، تر څلورو سوو ډېرې ډوسې ورغلې دي.

دغه ځانګړی مرکز چې د فساد د ریښو وچولو لپاره د خلکو هیلې پرې تړلې، اوس اوس د کابل پر سرپرست ښاروال د پورې شویو تورونو پر دوسیې هم غور پیل کړی دی، چې په خپل ډول کې بې سارې او په ټولنیزو رسنیو کې ډیره ښکته پورته کیږي.

د څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وایي:

"له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په څارنوالۍ کې د کابل ښاروال او یو شمیر کارکوونکو تورونه څېړي، په لومړي پړاو کې تورونه له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په برخه کې دي."

د کابل ښارواال تراوسه په خپله دنده کې دی او ویلي یې دي چې پر ده تپل شوي تورونه یوه توطئه ده او دی په دې اړه هر ډول سپیناوي ته چمتو دی.

له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د دې لپاره رامنځ ته شوی چې افغان حکومت د نړیوالو قناعت ترلاسه کړي.

* "له اداري فساد سره د اشرف غني مبارزه بریالۍ ده"

* سیګار: د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ

دغه مرکز د فساد له امله کړېدلو افغانانو ته د هیلې یوازنی ځای دی.

دغه مرکز په تیر یو نیم کال کې توانیدلی چې لسګونه په فساد ککړ چارواکي د زندان په زولنو کې بند کړي.

د څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، کوم کسان چې په دغو قضیو کې محکوم شوي ۱۲۰ تنه دي، د ډیرو محکومینو سزا بند دی او نور په نقدي جریمو محکوم شوي:

"یو شمیر د موجه دلائلو د نه شتون له امله بې ګنا پیژندل شوي، د دغو قضیو له لارې میلیونونه ډالر، افغانۍ او اجناس د دولت بودیجې ته تللي، په پوځي څانګه کې محکومین ټیټ پوړه مسئولین او ان جنرالان دي".

ښاغلي رسولي که څه هم ونه ویل چې د محکومو شویو کسانو له ډلې څه شمیر لوړپوړي چارواکي دي، خو د بي بي سي د معلوماتو له مخې د معینانو تر کچې پورې چارواکي او یوشمیر جنرالان په دوی کې شته.

له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز

د انځور حقوق Transparency International
Image caption د نړیوال څار اداره وايي افغانستان د اداري فساد له امله لا هم څلورم هېواد دی.

د افغانستان د رونټیا د څار بنسټ مشر اکرام افضلي وایي له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز کړنې سیاسي دي او د پام وړ لاسته راوړنه نه لري.

ښاغلی افضلي که څه هم د چا نوم نه اخلي، خو وایي شته داسې کسان چې پخواني او اوسني حکومت کې یې د سیاسي ملاتړ په فضا کې فساد کړی، خو څوک یې نه پوښتي.

د څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، له دغه مرکز سربیره خپله د لویې څارنوالۍ د کابل او ولایتونو اړوندو ادارو په ۱۳۹۶ کال کې د فساد ۲۸۰۰ قضیې څیړلې دي.

د فساد پر وړاندې د مبارزې کتونکي وایي، د دغې مبارزې د لا ګټورتیا لپاره باید افغان حکومت داسې خپلواک بنسټونه رامنځ ته کړي چې هم د څارنوالۍ او هم د عدلي او قضایي مرکز چارې وڅاري.

له فساد سره د مبارزې برخه کې که څه هم نړیوال اوس د افغان حکومت کړنو او د مسئولینو علني محاکمو څه نا څه خوښ کړي، خو لا هم زورواکي، ناامني او د څارنوالانو او قاضیانو نه خوندیتوب د دغه بهیر پر وړاندې سترې ننګونې بلل کیږي.