BBC
 شاته

د روسیې ټاکنې؛ ویلادیمیر پوتین په لوی توپیر وګټلې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویلادیمیر پوتین د څلورم ځل لپاره ولسمشر کېږي.

د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنو پایله ښيي چې اوسنی ولسمشر د ۷۶ سلنه رایو په خپلولو سره له نورو سیالانو ډېر مخکې دی.

په دې ټاکنو سره ویلادیمیر پوتین د څلورم ځل لپاره بیا ولسمشر کېږي.

د ویلادیمیر پوتین ټاکنډله( ټاکنیز کمپاین) دا خورا لوی بری بولي.

* عرب شهزاده، پوتین، ټرمپ او بلک واټر

* د پوتین او ټرمپ بله لیدنه چې له رسنیو پټه پاتې وه

* له پوتین سره څوک روسیه اداره کوي؟

ښاغلي پوتین هم د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته په مسکو کې خبر غونډې ته وویل:

"رایه ور کوونکو د وروستیو څو کلونو بریاوې پېژندلې دي".

د روسیې د ټاکنو کمېسون وايي، د نږدې ټولو رایو په شمېرلو سره ویلادیمیر پوتین ۷۶ سلنه رایې ګټلې دي.

پوتین بیا هم ولسمشرۍ ته نوماندېږي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر پوتین او لومړی وزیر میدویدوف ورزش کوي.

نوموړی له دې پوښتنې په خندا تېر شو چې خبریالانو ورته وویل، شپږ کاله وروسته بیا هم په ټاکنو کې ګډون کوي که نه.

"دا خبره مو خندوونکې ده، فکر کوئ زه دلته تر سل کلنۍ پاتې کېږم؟ همداسې نه ده".

په دې ټاکنو کې د نوموړي بری وارمخکې معلوم و، تېرو ټاکنو کې یې ۶۴ سلنه خو دا ځل ۷۵ سلنه رایې ګټلې دي.

* روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟

* روسیه د شمالي کوریا له کړکېچ سره څه کوي؟

له ویلادیمیر پوتین وروسته د کمونېست ګوند نوماند پاول ګرودینین د ۱۳،۲ سلنه رایو په ګټلو سره تر نورو مخکې دی.

د یوې نظرپوښتنې له مخې په ټاکنو کې ۶۳،۷ سلنه خلکو ګډون کړی دی.

پوتین تېره ورځ صندوق ته د رایې اچولو پر مهال وویل، هره هغه پایله یو بری بولي، چې د ولسمشرۍ دندې د ترلاسه کولو امکان ور کوي.

ویلادیمیر پوتین د خپلواک نوماند په توګه ټاکنو کې ګډون کړی و.

د پوتین اوه سیالان

د انځور حقوق Reuters
Image caption پوتین تر بري وروسته خپلو ملاتړو ته وینا کوي.

ویلادیمیر پوتین په دې ټاکنو کې اوه سیالان درلودل: له کمونېست ګوند پاول ګرودینین ، له لیبرال ډیموکراټ ګوند ویلادیمیر ژیرینفسکي، له مدني نوښت کسنیاسوبچاک، له یابلوکو ګوند ګریګوري یاولینسکي، چې پر پوتین سختې نیوکې هم کوي.

دا ډول له ودې ګوند بوریس تیتف، د ټولې روسیې ولسي ټولنې څخه سرګي بابورین او د روسیې کمونېستانو له ګوند ماکسیم سورایکین ګډون کړی و.

د حکومت مخالف یو ډېر مهم مشر الیکسي ناوالني په ټاکنو کې له ګډون منع شوی و او د حکومت مخالفانو له دې ټاکنو سره شلون کړی و.

* پوتین سندره وایي

* د نړۍ ځينې مشران څومره کلنۍ تنخا لري؟

د روسیې د نړیوال شطرنج پخواني اتل ګري کاسپاروف- چې پر پوتین سختې نیوکې کوي- په یوه ټوېټري پیغام کې لیکلي:

"د ازادې نړۍ که هر یو مشر پوتین ته "د بري" مبارکي ور کړي د ولسواکۍ پرضد د هغه له نړیوالې جګړې سره یو لاسي دي. هغوی چې د مشرانو په توګه ازاد ټاکل شوي په دغه کار له پوښتنې سره مخ کېږي".

د پوتین واک او ځواک

د انځور حقوق AFP
  • ویلادیمیر پوتین پر ۱۹۹۹ کال د روسیې لومړی وزیر شو.
  • له هغه وروسته له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۸ کال دوه ځلې ولسمشر وټاکل شو.
  • له ۲۰۰۸ چې تر ۲۰۱۲ کال بیا لومړی وزیر و اساسي قانون کې یې بدلون راووست.
  • په دغه بدلون سره یې د ولسمشرۍ دوره له څلورو کلونو شپږو کلونو ته اوږده کړه.
  • په دې بدلون سره له ۲۰۱۲ تراوسه ولسمشر و او په دې ټاکنو سره به تر ۲۰۲۴ دا څوکۍ په واک کې لري.

ټاکنو کې خلاف ورزي

ر د انځور حقوق AFP
Image caption پوتین په مختلفو لوبو کې هم نړیوال شهرت لري.

د رایې مرکزونو ځینې ویډیویي انځورونه ښيي چې په ځینې ښارونو کې اصول تر پښو لاندې شوي دي.

په څو ویډیوګانو کې چارواکي لیدل کېږي چې د رایې پاڼې ډکوي.

د ګولوس په نوم د دې ټاکنو یوې څارونکې ډلې له اصولو د خلاف ورزۍ له سلګونو ډېرې پېښې رپوټ کړې دي.

  • له رایې اچولو مخکې په ځینې صندوقونو کې د رایې پاڼې موندل
  • ځینې رایې مرکزونو ته څارونکي له ورتګ منع شوي وو
  • ځینې خلک په ګاډو کې رایې مرکزونو ته لېږدول شوي دي، چې رایې ور کولو ته د خلکو د کاږلو ګومان زیاتوي.

دا هم رپوټ شوې چې د دولتي او ان د خصوصي سیکتور ځینې کارمنان د رایې ور کولو لپاره له فشار سره مخ شوي او په ځینې سیمو کې له رایه ور کوونکو سره د وړیا خوړو یا د توکو ارځانه اخیستلو ژمنې شوې دي.

خو د ټاکنو د مرکزي کمېسون مشره الا پامفیلووا وايي، په ټاکنو کې د سختې خلاف ورزۍ پېښه نه ده لیدل شوې.

د کریمیا د یو ځایولو په ورځ ټاکنې

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر پوتین ښه سپرکار هم دی.

دا له روسیې سره د کریمیا ټاپووزمې له یو ځای کېدلو وروسته لومړنۍ ټاکنې دي.

ټیک څلور کاله مخکې په دغه ورځ(د مارچ۱۸) ولسمشر پوتین د یوه تړون په لاسلیکولو سره د کریمیا ټاپووزمې واک له اوکراین څخه روسیې ته ولېږداوه.

دا ګام د اوکراین او لوېدیځ له سخت غبرګون سره مخ شو.

اوکراین کې اوسېدونکو روسانو د پرون ورځې ټاکنو کې ګډون ونشو کړی.

د اوکراین حکومت دوی ته اجازه نه ور کوله چې د روسیې ډيپلوماټیکو مرکزونو ته لاړ شي او رایه ور کړي.