BBC
 شاته

د افغان صادراتو پر وړاندې ستونزې؟

په دوبۍ کې د "ګالف فووډ" په نامه نندارتون کې، افغان سوداګرو له هندي او سعودي شرکتونو سره د شاوخوا شلو میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه کړي دي.

په دغه نندارتون کې پنځه زره سوداګرو وچه او لمده مېوه او نور توکي نندارې ته ايښي وو. ۲۵ پکې افغان سوداګر وو. دا نندارتون د فبرورۍ له ۱۸ - تر ۲۲ مې نیټې په دوبۍ کې جوړ شوی وو.

نورګل شفق د افغانستان د سوداګرانو عالي مشورتي بورډ مشر او افغان سوداګر رحم الدین حاجي آغا سره د دغه نندارتون او د مېوې د صادراتو په برخه کې د افغان سوداګرو پر ستونزو غږېدلی دی.