BBC
 شاته

کونړ: نالیدونکي استاد ړندو ماشومانو ته ټولګی جوړ کړی

.
Image caption نعمت الله کریاب د دغو نالیدونکي ټولګي ته ورغلی دی

د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د فضل الهادي په نامه یوه نالیدونکي استاد د نورو ړندو ماشومانو لپاره د زدکړې ټولګی جوړ کړی دی.

محمدصدیق ۵ کلن و، ښوونځی ېې لا نه و پیل کړی، چې دواړه سترګې ېې د لوبو پر مهال د ماین په چاودنه کې وبایللې او دولسو کلونو وروسته په ټولګي کې کېناست:

"کله چې روغ وم تل به مې ویل ډاکټر شم یا به هم انجینر، وظیفه به واخلم. شاوخو د ۴ یا ۵ کلونو وم چې په مین ووهلم، ټولې هیلې مې له منځه لاړې."

* افغانستان کې نیم میلیون کسان ړانده دي

* اوس به ړانده هم قرانکريم لوستلى شي!

* د برېل لیک نړیواله ورځ او د افغان نابینایانو ستونزې

په کونړ ولایت کې لسګونه نور نالیدونکي کسان شته، خو د دوی د ښوونې او روزنې لپاره ښوونځی یا د زدکړو نورې اسانتیا نه شته ددوي په ورځنۍ ژوند کې بدلون رامنځ ته کړي.

په دغه ټولګي کې راټول رانډه چې شمېر یې ۲۰ - ۲۵ دی، د زدکړې د نشتوالي پر ضد لاس یو کړی او په مرکز اسد اباد کې د پوهنې ریاست په څو مترۍ کې یې په یوه اوږده تیاره خونه کې د سهار له چایو وروسته درس ته ګونډې وهي.

په دغه خونه کې د راټولو نالیدونکو کسان ډېرو د جګړو له امله د سترګو لید بایللی دی قرآن کریم، لیک او لوست زده کوي.

عبدالعظیم چې ۱۵ کلن دی ماشومتوپ کې د ماین د چاودنې له کبله ړوند شو. د ده د کورنۍ غړي له یوې مخې بې سواده دي، خو دی وایی هوډ يې کړې، چې په نالیدونکو سترګو به زدکړې کوي:

"جګړې زما سترګې واخیستې خو د زدکړی ارمان مې تر اوسه په زړه کی ژوندی دی."

Image caption عبدالعظیم وايي، جګړې زما سترګې واخیستې خو د زدکړی ارمان مې تر اوسه په زړه کی ژوندی دی.

د ړندو ټولګی څنګه چلېږي؟

د دغو ړندو په ټولګي کې څو روغ کوچنیان هم شته چې خپلو ړندو ملګرو ته له کلي ډودي راټولوي، خو د ټولګي لپاره د کرایه کړې خونې لګښت ړانده زدکوونکي او استاد پخپله برابروي.

روغ کسان دې لا ډېر همت وکړي

ددې ټولګي مشر فضل الهادي نومېږي، دیني زدکړې یې کړې دي، خو پخپله هم په دواړو سترګو څه نه ویني.

دا په دې ولایت کې لومړی ځل دی چې یوه ړوند د خپلو همخېلو مرستې ته مټې بډ وهلي دي.

نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، موږله ټولو دا غوښتنه کوو چې خپل همت له لاسه ورنه کړي او خپلو زدکړو ته دوام ورکړي:

" کله چې ړانده دومره زیار باسي، نو روغ خلک خو باید ولس او وطن ته ډېر څه وکړي "

دی وايي هڅه کوي روغو او معلولو ته پیغام ورسوي، چې د بل لاس ته مه کینئ.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا نيم ميليون کسان ړانده دي.