BBC
 شاته

د افغانستان فوټبال غوره لیګ پنځم پړاو پیل شو

Image copyright AFL
Image caption د پرانیستې مراسمو کې نوې چمتو شوې ترانه وړاندې شوه

د افغانستان فوټبال غوره لیګ پنځم پړاو سیالۍ نن کابل کې د دغه لیګ له نوې سندرې سره پیل شوې. هر کال د افغانستان غوره لیګ دغو سیالیو کې د افغانستان له پنځو سیمو لوبډلې ګډون کوي.

Image copyright AFL
Image caption ویل کېږي سږ کال په ډېری لوبډلو کې نوي لوبغاړي ګډون لري

د پرانیستې مراسمو کې د دغه لیګ لپاره په ځانګړې توګه چمتو شوې نوې ترابه وبلله شو، چې وحید قاسمي جوړه کړې او اشکان عرب، زیبا حمیدي او راشد اریا وبلله.

د پیل له مراسمو وروسته د سپین غر بازان لوبډله چې د تېر کال سیالیو اتله لوبډله ده له سیمرغ البرز لوبډلې سره د سیالۍ لپاره د لوبې ډګر ته ووته.

Image copyright AFL
Image caption د افغانستان له پنځو سیمو نه اتو لوبډلو په دغو سیالیو کې ګډون کړی

دغه لوبه په مساوي توګه پای ته ورسېده. د تېر په څېر به دا ځل هم ټولې اته لوبډلې د څلورو، څلورو لوبډلو په دوو ډلو وېشل کېږي او له یوه بل سره به سیالي کوي.

په پای کې له هرې ډلې نه دوې لوبډلې نیمه پایلوبې ته رسېږي.

Image copyright AFL

شاهین اسمايي ډله، د میوند اتلان، توپان هریرود او د اباسین موجونه لوبډلې په لومړي ګروپ کې او د سپین غر بازان، سیمرغ البرز، د امو موجونه د هندوکش عقابان لوبډلې په دویم کې شامل دي. سږ کال په ډېری لوبډلو کې نويو لوبغاړو ګډون کړی، چې د ډېر هیجان لامل به وي.

Image copyright AFL

د دغو سیالیو لومړۍ اتله لوبډله توپان هریرود وه، د دویم او درېیم فصل اتلولي د شاهین اسمايي لوبډلې په برخه شوه او په څلورمو سیالیو کې د سپین غر بازان بریالي وو.

د سیالیو په نندارچیانو کې د تېر په څېر دا ځل هم ګڼ شمېر مېرمنې لیدل کېدې. د لوبو تنظیمونکو د لوبو ښځینه نندارچیانو لپاره د لوبغالي یوه برخه ځانګړې کړې ده.