BBC
 شاته

ځمکني ماينونه

په افغانستان کې له شاوخوا دېرشو کلونو راهيسې د ماین پاکۍ پروګرام روان دی خو مسوولان يې وايي چې لا هم د دغه هېواد ۴۲۱ کېلومتر مربع ځمکه ماینونه لري.

په ۱۹۹۷ کال د بریتانیا شهزادګۍ دیانا په نړېوالو غږ وکړ چې پر ماینونو دې بندیز ولګوي.

دا په یوه افریقايي هېواد انګولا کې له بمونو ډکې یوې سېمې کې وګرځېده او د نړیوالو پام یې ورته راوړوه. د هالو ترست په نوم د بریتانیا د ماین پاکولو د سازمان یو غړی هم ورسره وه دی له بي بي سي سره د شهزادګۍ دیانا د دغه کمپاین چې له مړینې یې شپږ میاشتې مخکې پېل کړی وه په اغېز یې غږیدلی.