BBC
 شاته

''ودونو کې د غوښې خوړولو پر ځای د یوه بیوزله کور ورنګوئ''

ازبکستان د انځور حقوق Alamy

یو شمېر اسناد ښيي، چې ازبکستان حکومت غواړي د ودونو لړ کې سخت بندیزونه ولګوي او په خواله رسنیو کې پر دغې موضوع تاوده بحثونه روان دي.

دغه هېواد کې ودونو ته ان تر څلور سوه پورې مېلمنو بلل او د لویو ګران بیه ګاډو ورتګ معمول بلل کېږي، خو بل لور ته شمېرې ښيي، چې له ۱۳ سلنې ډېر ازبکان د فقر له کچې لاندې ژوند کوي.

د ازبکستان ګاونډي هېواد تاجکستان ۲۰۱۱ کال د ودونو لپاره ځینې اصول وضع کړي دي. اسناد ښيي، چې نویو بندیزونو کې ښايي د مېلمنو شمېر تر ۱۵۰ کسانو، د غوښې لږ استعمال او د ګڼ شمېر ګاډو کرایه کول منع کولو وړاندیز شوي دي.

چترال کې د پولیسو له اجازې پرته پر واده کولو بندیز

هندۍ ښځې د واده کولو پر ځای د غوايي پالنه خوښه کړه

ازبکستان کې د یوه واده لګښت تر ۲۰ زره ډالرو پورې هم رسېږي. دغه هېواد کې په اوسط ډول هره کورنۍ درې اولادونه لري او میاشتنی عاید له سلو تر درې سوه ډالرو پورې رسېږي.

''په ودونو کې د غوښې خوړلو پر ځای به ښه وي، چې یوه بیوزله سړي کور ورنګوئ یا ورته یو ټلویزیون واخلئ. یو عام سړی، چې د حکومت له دندې معاش تر لاسه کوي او څلور لوڼې لري، دی ښايي د هغوی د ودولو پر ځای ځان ووژني، ځکه د ودولو لپاره به لګښت نه لري. ''

د ولسمشر شوکات مرزایوف له څرګندونو وروسته ولس دغه سند ستایلی دی.

د انځور حقوق Alamy

یو شمېر نورو بیا ویلي، دې سره به لوی بدلون رانشي. اعتراض کوونکي وايي دغه ډول کمپاینونه له ډېر وخت راهیسې کېږي، خو ان دولتي چارواکي یې هم نه عملي کوي.