BBC
 شاته

ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزير ته بلنه ورکړې

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر اشرف غني هم پر خپله ټویټر پاڼه له دې پاکستاني چارواکي سره لیده کاته د هر اړخیزو خبرو پیل بللی دی.

د افغانستان او پاکستان د حکومتونو د مخامخ خبرو په پار ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزير ته د کابل د سفر بلنه ورکړې ده. ښاغلي غني شاهد خاقان عباسي ته دغه بلنه د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار ناصرخان جنجوعه په لاس ولېږله چې نن له غرمې مخکې په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللی و.

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سفر په داسې حال کې کېږي چې څه باندې دوې اوونۍ وړاندې د کابل بهیر په دویمه ناسته کې محمد اشرف غني پاکستان ته د مخامخ خبرو بلنه ورکړه.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي چې په نننۍ لیدنه کې ناصرخان جنجوا طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړاندیز ملاتړ وکړ او د دې ترڅنګ یې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

د نوموړي په وينا "افغان ولسمشر د کابل بهیر په تعقیب د حکومتونو تر منځ د هر اړخیزو خبرو لپاره د پاکستان لومړي وزير ته د کابل د سفر بلنه ورکړه".

ولسمشر اشرف غني هم پر خپله ټویټر پاڼه له دې پاکستاني چارواکي سره لیده کاته د هر اړخیزو خبرو پیل بللی دی.

افغان حکومت او نړیوال ملګري یې په ځانګړې توګه امریکا پاکستان د طالبانو ملاتړی هېواد بولي او وایي، له دغه هېواد سره مخامخ خبرې کولی شي له طالبانو سره د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.

د انځور حقوق Getty Images

اوس هم امریکایي چارواکي په دې باور دي چې پاکستان د ترهګرۍ سره مبارزه کې د دوی له غوښتنې سره سم د قناعت وړ ګامونه نه دي اوچت کړي.

د پاکستاني او افغان چارواکو راشه درشه په داسې حال کې پیلیږي چې د دو اوونیو په تېرېدو طالبانو د افغان ولسمشر د سولې وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی.

امریکایي چارواکو او د افغانستان د سولې عالي شورا په دې وروستیو کې وویل، یو شمېر طالبان د سولې خبرو ته لیوال شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې که څه د سولې خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو هغه اوازې یې د هېواد د ویشلو هڅه بللې چې ویل کېږي، ممکن یو شمېر ولایتونه طالبانو ته وسپارل شي.