شاته

"د پروېز مشرف د پاسپورټ او پېژندپاڼې د ناچلېدو غوښته وشوه"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محکمې همداراز غوښتي چې ښاغلى مشرف د نړيوالو پوليسو په مرسته ونيول شي

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ليکلي، يوې ځانگړې محکمې حکومت ته حکم کړى چې د پاکستان د پخواني ولسمشر پرويز مشرف پېژندپاڼه او پاسپورت باطل یا ناچله کړي.

دغه محکمه پر ښاغلي مشرف د خيانت د تور قضيه اوري.

محکمې همداراز غوښتي چې ښاغلى مشرف د نړيوالو پوليسو په مرسته ونيول شي.

ډان ورځپاڼه همداراز په يوه جلا رپوټ کې ليکي، د پاکستان کورنيو چارو وزارت د نواز شریف د کورنۍ په هکله د دغه هېواد د احتساب ملي ادارې غوښتنه نه ده منلې.

دې ادارې غوښتي چې د پخواني لومړي وزير نواز شريف، د هغه د زامنو حسين او حسن، د هغې د لور مريمې او زوم صفدر نومونه د بهرني سفر په څار نوملړ کې ور زيات شي.

د ورځپاڼې په وينا د دغو دواړو ادارو ترمنځ اوس په دې تړاو ناندرۍ پيل شوې.

د احتساب ملي اداره شکمنه ده چې ښاغلى شريف او کورنۍ يې چې د فساد له تورونو سره مخ دي د قضيې له وروستي کېدو وړاندې ښايي له هېواده د وتلو هڅه وکړي.

خو د کورنيو چارو وزارت ويلي دا چاره به هغه مهال تر سره کړي که د محکمې له لوري ورته حکم وشي.

نيويارک ټايمز:

ر د انځور حقوق Reuters

نيويارک ټايمز د روسيې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په تړاو مطلب خپور کړى او وايي يقيني ده چې ولسمشر پوتين دا ټاکنې گټي خو د ملاتړ کچه يې ښايي په کمېدو وي.

ورځپاڼه زياتوي په سترو ښارونو کې د ولسمشر پوتين ملاتړ لوړې ژورې لرلې او ان په ځينو ځايونو کې يې کچه کمه شوې ده.

د ورځپاڼې په وينا د کرېملېن له هڅو سره سره په ټاکنو کې د خلکو د منځنې کچې گډون تمه هم نشته ځکه هغوى ته د څرگندو پايلو له امله زړه راښکون نه لري.

گارډين:

برتانوۍ گارډين ورځپاڼې فرانسه کې د بېوزلو کډوالو حالت ته کتنه کړې او وايي دغه کډوال پلازمينه پاريس کې د تاوتريخوالي او د نورو له لوري د ناوړه گټه اخيستنې له خطر سره مخامخ دي.

د ورځپاڼې په وينا، نويو څېړنو ښوولې چې سلگونه کډوال د فرانسې له بېلابېلو برخو برتانيا ته د ځان رسولو هڅې کوي چې له فزيکي تاوتريخوالي سره مخامخېږي.

دغه کډوال پر سړکونو شپې تېروي او وايي چې د خونديتوب احساس نه کوي.