شاته

پېښور کې د جماعت الدعوه او د هغې د خیریه ادارې دفترونه وتړل شول

د انځور حقوق AFP
Image caption د جماعت الدعوه خیریه ټولنه له باران ځپلو سره مرسته کوي.

د پښتونخوا مرکز پېښور کې ځايي چارواکو د کورنیو چارو وزارت د سپارښتنو له مخې د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت بنسټ دفترونه وتړل.

حکومتي سرچینې وايي، پېښور کې د حافظ سعید د ډلې جماعت الدعوه او د دې ډلې د اړوند مرستندویه ادارې فلاح انسانیت بنسټ دفترونو ته کولپونه واچول شول.

د دې ډلې درې مدرسې او دوه جوماتونه یوې حکومتي ادارې ته سپارل شوي دي.

* امریکا پاکستان ته: حافظ سعید بېرته ونیسئ

* 'حافظ سعید افغانستان کې د داعش فعالیتونه اداره کوي'

حکومتي چارواکي له نومښودنې پرته وايي، له دې مخکې په لاهور کې هم د جماعت الدعوه او د هغې د اړوند څانګو دفترونه تړل شوي دي.

د دې دفترونو د تړل کېدو په هکله څه نه دي ویل شوي، خو چارواکي وايي، د کورنیو چارو وزارت په لیک کې غوښتنه شوې چې د دې ډلې د دفترونو پرضد هڅې وشي.

د امریکا فشار

ر د انځور حقوق Getty Images

شنونکي وايي، امریکا د جماعت الدعوه پرضد د هڅو لپاره پر پاکستان فشار بیا بیا زیاتوي.

امریکا وايي، چې پاکستان د وسلوالو ډلو په تېره د حقاني شبکې او جماعت الدعوه پرضد عملیات نه وي کړي، مالي مرسته به ور سره ونه کړي.

امریکا دا هڅه هم کوي چې د پاکستان نوم د ترهګرۍ مرستندیه هېوادونو نوملړ ته ور زیات کړي.

جماعت الدعوه او لښکر طیبه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د حافظ سعید په سر لس میلیون ډالره جایزه اېښې ده.

حافظ سعید په ۱۹۹۰ کلونو کې د لښکر طیبه بنسټ اېښی و خو کله یې چې ډله ناقانونه وګڼل شوه، په ۲۰۰۲ کال یې پر خپله ډله د "جماعة الدعوه" نوم کېښود.

هغه وايي، جماعت الدعوه له اسلامي ویښتابه اغېزمنه ده، خو واشنګتن بیا وايي دا ډله هماغه لشکر طیبه ده او یواځې نوم یې بدل شوی دی

امریکا او هند حافظ سعید د هند ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال د خونړیو بریدونو اصلي طراح بولي او د ۲۰۰۸ مۍ میاشت کې یې د نړیوالو ترهګرو ډله کې شامل کړی.

واشنګټن د حافظ سعید د نیولو پرسر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې، خو نوموړی پاکستان کې په عمومي غونډو کې ګډون کوي.