شاته

د سوریي له جنګ ځپلو سیمو نږدې ۶۰ زره کسان ووتل

د انځور حقوق AFP

ملګري ملتونه وايي، وروستیو ورځو کې د سوریې له دوو جګړه ځپلو سیمو ختیځې غوطې او عفرین څخه ۶۰ زره کسان وتلي دي.

ختیځه غوطه کې د حکومت د بمبار له امله ۱۶ زره کسان وتلي، په دغه سیمه کې حکومت پر مخالفو وسلوالو بریدونه کوي.

د سوریې شمال کې هم له عفرین نږدې ۵۰ زره کسان وتلي.

* 'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

* سوري مېرمنو "د مرستو په بدل کې جنسي ځورونه لیدلې"

په دغه سیمه کې د ترکیې ځواکونه د کورد وسلوالو پرضد جګړه کوي.

دا وسلوال چې امریکا یې ملاتړ کوي، ترکیه یې ترهګر بولي.

په وتونکو خلکو کې ۱۸ کسان د ترکیې په بریدونو کې وژل شوي دي.

له ۹۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل کېدل

ر د انځور حقوق AFP
Image caption حکومتي ځواکونه په غوطه کې د سیمې له نیولو وروسته ګزمه کوي.

ختیځه غوطه کې بیا حکومتي ځواکونو بریدونه ډېر کړي او رپوټونه وايي، د روسیې د هوايي بریدونو په ملاتړ یې پر ۷۰ سلنه سیمه ولکه کړې ده.

د تېرې ورځې رپوټونه وايي، چې پر غوطه د روس په هوايي بریدونو کې هم ۳۱ کسان وژل شوي دي.

برتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارډلې د جمعې په ورځ په غوطه کې د خلکو د وژل کېدو رپوټ ور کړ.

* 'د سوریې دولتي ځواکونو نیمه ختیځه غوطه نیولې ده'

* سوریه کې له ایراني قومندان سره د یوه افغان جنګیالي وژل کېدل

د رپوټونو له مخې پر غوطه د حکومتي ځواکونو د دریو اونیو بریدونو له امله له ۹۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي دي.

غوطه یوه له هغو څو سیمو ده چې وسلوال پکې اکثریت دي او حکومتي ځواکونو دا سیمه له ۲۰۱۳ کال راهیسې کلابند کړې ده.

دوی تېره میاشت پر دې سیمه د بیا واکمنېدلو لپاره عملیات پیل کړل.

غوطه د څو وسلوالو ډلو په لاس کې ده چې کله کله په خپلو کې هم جنګېدلې او د دوی دا اختلاف د حکومتي ځواکونو په ګټه تمام شوی دی.

۷ کلنه کورنۍ جګړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې له اوو کلنې جګړې ۱۲ میلیونه کسان کور پرېښودلو یا کډوالۍ ته اړ شوي.

سوریه کې د جګړې د اوو کلونو په تېرېدلو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تېره ورځ دا جګړه خوراه ستره انساني غمیزه وبلله.

  • په دې جګړه کې له څلور لکو ډېر کسان ورک یا وژل شوي.
  • نږې شپږ میلیونه او یو لک کسان کورني بې ځایه شوي.
  • پنځه میلیونه او شپږ لکه کسان هېواد پرېښودو ته اړ شوي.