BBC
 شاته

د افغانستان امریکايي‌ پوهنتون کې وژل شوي څوک دي؟

په کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون برید پر یوه اکاډمیکه موسسه برید بلل شوی او پراخ غبرګون یې پارولی دی.

د خواله رسنیو کاروونکو ویلي دغه برید ښيي چې وسله وال د افغان ټولنې د روښانه راتلونکي مخالف دي.

د دغه برید د وژلو شویو محصلانو انځورنونه په خواله رسنیو کې ډېر راغلي او دوی یې د راتلونکې هیلې بللې چې و رژېدلې، خو د شخصي ژوند په هکله یې کم معلومات خپاره شوي دي.

د تایید شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي، چې په هغو کې یو استاد، اووه زدکوونکي (دوه نجونې- پنځه هلکان) دوه ساتونکي او درې پولیس دي.

د برید په ۴۵ ټپیانو کې ۳۶ زدکوونکي او ۹ یې پولیس دي.

د روغتون په یوه وینا پاڼه کې دا هم ویل شوي چې د یوګاناډا یو وګړی هم په دغه پېښه کې ټپي شوی چې د استاد دنده یې لرله.

ټول ټپیان افغانان دي، خو د ايمرجنسي روغتون یوې سرچینې چېرې چې د پېښې یو شمېر ټپيان تر درملنه لاندې دي ویلي چې د دریو ټپیانو حالتنازک دی.

د کېکاږلو وړ
  • نقیب احمد خپلواک

    ×

    ویل کېږي استاد نقيب احمد خپلواک د قرانکریم حافظ او د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی و.

    له ننګرهار پوهنتون تر فراغت وروسته یې له امريکا دوه ماسټرۍ لرلې. اوس یې د بريتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې د دکتورا لپاره چمتوالی نیولی و.

    نوموړي په څو پوهنتونونو کې د مختلفو مضامینو درس هم ورکاوه.

    وايي خپلواک په خپل دفتر کې محصلینو ته ځای ورکړی و چې له پروني برید به یې وژغوري، خو خبر نه و، چې له نورو شپږو محصلینو سره وژل کېږي.

    د نوموړي په انځورونو خواله رسنۍ ډکې دي، ډېرو خلکو یې پر وژل کېدلو خواشیني ښودلې ده.

  • عبدالولید

    ×

    ویل کېږي ولید به د ورځې کار کاوه او د شپې به پوهنتون ته تلو. یوې ټولګیوالې یې په اړه لیکلي‌ چې ولید به هڅه کوله خپل نظر ولري او له ښوونکي‌ سره به یې له نورو ډېره تبصره کوله.

    ځینو دوستانو یې هغه یو ډېر ښه انسان یاد کړی دی.

  • اکبر اندرابي

    ×

    د ځانګړو پولیسو قومندان اکبر اندرابي په ۱۹۸۳ کال د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې زیږېدلی و.

    په ۲۰۰۸ کال کې د پولیسو اکاډمۍ څخه تر فراغت وروسته یې د ځانګړو پولیسو سره دنده درلوده.

    تېره شپه د هغو پولیسو مشر و، چې په پوهنتون کې یې د وسله والو د له منځه وړلو ماموریت درلود.

    بېلابېلو سرچینو ویلي چې د تېرې شپې په برید کې یې هم په سلګونو ځوانان ژغورلي دي.

    نوموړی د ځانګړو افغان پولیسو یو بریالی افسر بلل شوی دی.

  • مجتبی اکثیر

    ×

    مجتبی اکثیر د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د استاد نادر احمد اکثیر زوی و.

    د هغه د خواخوږو په وینا 'لویه هیله یې زدکړې کول او بیا خلکو ته خدمت کول و'.

  • جمشېد ظفر

    ×

    جمشید ظفر د تېرې ورځې د برید بل قرباني زدکوونکی دی.

    جمشید ۲۶  کلن و او په دغه پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي زدکوونکی و.

    جمشید ظفر مخکې له دې چې د افغانستان امریکايي پوهنتون زدکوونکی شي. څه مهال یې په امریکا کې هم درس ویلی و. دا یې د پوهنتون وروستی کال و.

  • سمیع سروري

    ×

    ویل کېږي سمیع سروري د اګست په ۱۵مه د افغانستان په امریکايي‌ پوهنتون شامل شو.‌

    دې د لوړ استعاد خاوند و او په دغه پوهنتون کې ورته بشپړ سکالرشیب ورکړل شوی وو.

    نوموړي په بیزنیس کې لوړې زده کړې کولې.

    د سه شنبې په ورځ سمیع په خپل فیسبوک لیکلي چې پوهنتون ته راغی او روښانه او ښکلی راتلونکی یې پر وړاندې پروت دی.

    داسې معلومېږي چې نوموړې د خپلې محصلۍ په دوهمه ورځ‌ ووژل شو او روښانه او ښکلی راتلونکی یې له ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ختم شو.

  • زبېر

    ×

    زبیر په  دې پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې محصل و.

    نوموړی په محصلینو کې په امام مشهور و، ځکه چې محصلینو ته به یې پر جمعه لمونځ ور کاوه.

    د نوموړي په هکله د هغه یوه ملګري او ټولګیوال لیکلي، 'هر وخت به چې در سره مخ شو، له پاکۍ او ایمان پرته بل احساس مې نه ترلاسه کاوه. خوږې خبرې به دې هیڅکله هېرې نه کړم'.

  • نور وژل شوي کسان

    ×

    د دوه نجونو په ګډون د یو شمېر نورو زده کوونکوو، دوو ساتونکو او دوو پولیسو په هکله چې په دې برید کې ووژل شول، کوم معلومات تر اوسه نه لرو.

    د دې پوهنتون په ګاونډ کې د نابینانانو ښوونځي هم له دې برید څخه اغېزمن شوی، د دې ښوونځي مدیر ویلي چې یو ساتونکی  یې د برید په لومړیو کې ووژل شو او د هغه له وژل کېدلو وروسته وسله وال وتوانېدل د دغه ښوونځي  له لارې پوهنتون ته ننوځي.

  • کابل کې پر پوهنتون بريد

    ×

    کابل کې ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر غني د پاکستان د پوځ له لوى درستيز سره ټيلیفوني خبرې کړي. غوښتنه يې ترې کړې چې د اورپکو پر وړاندي جدي ګام واخلي. زموږ همکاره نجما ځلا د پېښې له سيمې دغه راپور رلېږلی دی.

  • د عکسونو البوم

    ×

    د افغانستان امریکایي پوهنتون برید

    http://bit.ly/2bmdG28

  • 'کابل کې پر امریکایي پوهنتون برید پاکستان کې پلان شوی و'

    ×

    افغان حکومت

    د افغانستان حکومت وایي؛ ددې هېواد د څارګرې ادارې کره موندنې ښيي چې کابل کې د افغانستان امریکایي پوهنتون برید د پاکستان په خاوره کې پلان شوی و.

    کابل کې د تېرې ورځې (چهارشنبې، سنبله/وږي ۳مه) برید وروسته د افغانستان ملي امنیت شورا نن سهار فوق العاده ناسته کړې او ددغه برید جزییات یې ارزولي ده.

    د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، پر دغه پوهنتون د تېرې ورځې برید کې د یوه استاد او ۷ محصلینو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي چې دوه یې د پوهنتون ساتونکي او درې د افغانستان امنیتي او دفاعي سرتېري دي.

    بشپړ خبر

    http://bbc.in/2bEmc1P

  • غني: د پوهنیزو بنسټونو نښه کول د ترهګرۍ ځپلو هوډ پیاوړی کوي

    ×

    د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، پر پوهنیزو بنسټونو د مخالفو وسله والو بریدونه د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره د دغه هیواد هوډ پیاوړی کوي.

    ښاغلی غني نن سهار د دې پېښې د ټپیانو لیدلو ته کابل کې د ایمرجنسي روغتون ته ولاړ.

    نوموړي د روغتیا وزارت ته امر کړی چې که په افغانستان کې د کومو ټپیانو د درملنې امکان نه وي، بهر ته یې واستوي.

    بشپړ خبر

    http://bbc.in/2blEHHS