شاته

د کولمبیا د حکومت او یاغیانو تر منځ د سولې موافقه وشوه

د کولمبیا د حکومت او د یاغیانو د دې ډلې تر منځ په جګړو کې شاوخوا دوه لکه او شل زره کسان ووژل شول او د پنځو ملیونو نه زیات دیته مجبور شول چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو یا هیوادونو ته کډه شي.

د یاغیانو دا ډله د کولمبیا انقلابي وسله وال ځواکونه نومیږي چېلنډیز یې "فارک" دی. د حکومت او یاغیانو تر منځ د سولې دا موافقه د متحده ایالاتو جمهور رئیس براک اوباما او د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ستایلې ده.

همبورتو دې لا کالې چې د کولمبیا د یاغیانو سره د سولې په خبرو کې یې د کولمبیا د حکومت استازیتوب کاوه، د موافقې نه وروسته یې خبریالانو ته داسې وویل

" نن مونږ د پای کرښې ته ورسیدو او د فارک د وسله والو سره مو د سولې موافقه لاسلیک کړله. نن وسله واله شخړه پای ته ورسیده. تر ټولو غوره لار چې جګړه له منځه ولاړه شي دا ده چې پخپلو کې سره کښینو او د سولې په هکله خبرې وکړو. جګړه نوره پای ته ورسیده او یو نوی فصل پیل شو. د سولې دا موافقه په کولمبیا کې د بدلون د راوستلو لپاره نوي امکانات پیدا کوي. "

د حکومت او یاغیانو تر منځ د دې موافقې د منظورۍ لپاره د همدې روان کال د اکتوبر په میاشت کې ټولپوښتنه یا ریفرنډم کیږي خو کارپوهان پدې باور دي چې دا موافقه به په آسانۍ سره ومنل شي.

پدې موافقې کې د کولمبیا حکومت ژمنه کړیده چې د ځمکو او جائیدادونو په برخې کې به پراخه اصلاحات کوي، د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره به خپل ستراتیژي بدلوي او د هیواد په لیرې پرتو کلیوالو سیمو کې به د حکومت واک پراخوي.

د سولې په خبرو کې د فارک یاغیانو استازی ایوان مارکوز هم په موافقې خوښ دی.

" نن مونږ د کولمبیا خلکو ته هغه ستر او د بدلون واک او قدرت په لاس کې ورکوو چې مونږ د شاوخوا پنځوسو کالونو راپدیخوا په لاس کې درلود. د کولمبیا ولس پدې قدرت او د یووالي پر مټ کولی شي چې خپله راتلونکې جوړه کړي. یوه داسې راتلونکې چې د دیموکراسۍ د خوندیتوب لپاره زمونږ د ټولو سپڅلی ارمان پکې پوره شي، ټولنیز عدالت پکې وي، آزاد او د ورورګلوۍ اړیکې پکې وي او د ټولۍ نړۍ احترام وکړي. "

د کولمبیا پوځ چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کیده پدې تیرو لسو کالونو کې د فارک د یاغیانو په خلاف سخته مبارزه وکړه. پدې مبارزې کې د یاغیانو جګپوړي قوماندانان ووژل شول او یوازې د اوو زرو په شاوخوا کې جګړه ماران ورته پاتې شول. کارپوهان پدې باور دي چې د جګړې په ډګر کې د همدغو ناکامیو له وجې د فارک یاغیان د سولې خبرو ته مجبور شول.

د موافقې له مخې به د یاغیانو پخوانیو مشرانو ته د پارلمان هغه څوکۍ ورکړل شي چې د دوي لپاره ځانګړې شویدي.

په همدې حال کې سپینه ماڼۍ وایي چې جمهور رئیس براک اوباما د کولمبیا جمهور رئیس جوان مانیول سنټوز ته تیلیفون کړی او د سولې د موافقې مبارکي یې ورته ویلي ده.