BBC
 شاته

سټیفن هاکېنګ څوک و او څه یې وکړل؟

. د انځور حقوق AFP
Image caption د ښاعلي هاکېنګ کتاب (د وخت لنډ تاریخ) ۱۰ میلیونه ټوکه پلورل شوی

سټیفن هاکېنګ ۷۶ کلنۍ کې ومړ. د ده خوځښتي نیورونونو داسې ناجوړي لرله چې د بدن غړي یې ورځ تر بلې کمزوري او بالاخره ضایع کیږي. دی د خپل وخت تر ټولو نومیالی او قدرمن ساینسپوه و.

‎دا کمینه سړی، چې وروسته د ساینسي نړۍ نوموتی استازی شو. د ده به تل پام و، او هڅه یې کوله چې عام خلک د ده کارونو او خبرو ته لاسرسی ولري.

‎د ده کتاب (د وخت لن‌‌‌‌‌‌ډ تاریخ) خورا ‌‌‌‌‌‌ډېر وپلورل شو خو معلومه نه ده څو کسانو به تر پایه لوستی وي.

‎سټیفن وېلیم هاکېنګ د ۱۹۴۲ د جنورۍ په اتمه لندن کې وزېږېد.

* نومیالی فزیکپوه سټیفن هاکینګ د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو

* پروفیسر هاکېنګ: انسانان له خپله لاسه د ګواښ سره مخ دي

* "مصنوعي زیرکتیا ښايي بشریت پای ته ورسوي"

‎پلار یې د بیولوژۍ برخه کې څیړونکی و او وروسته یې له مور سره پر لندن د جرمني د بمباریو له ‌‌‌‌‌‌ډاره له دغه ښاره وکوچېد.

‎دی په لندن او St البانس کې رالوی شو. په فزیک کې یې لومړۍ ‌‌‌‌‌‌ډیګري له اکسفور‌‌‌‌‌‌ډه واخیستله. وروسته کامبرج ته د نجوم علم د نورو څیړنو لپاره لاړ.

‎په نوې ځوانۍ کې یې له اس سپرلۍ او جاله واني خوند اخیست، خو بیا یې په کامبرج کې تشخیص وشو چې خوځښتي نیورنونه یې په ناجوړۍ اخته شوي.

د انځور حقوق Image copyrightREX FEATURES
Image caption ښاغلي هاکېنګ په ځوانۍ کې له اس ځغلونې سره مینه لرله

دا ناجوړي به د دې سبب شي چې سټیفن شل (فلج) یا یې عضلې ورځ تر بلې کار پرېږدي.

‎په ۱۹۶۴ کې یې خپل لومړي واده ته له جیني سره تیاری نیوه، چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر یې ورته وویل یوازې به دوه یا درې نور کلونه ژوندی وي.

‎خو د ده ناروغۍ تر هغه ورو پرمختګ کاوه، چې تمه یې کېده. له خپلې لومړۍ میرمنې یې درې ماشومان وشول. په ۱۹۸۸ کې سټیفن یوازې کولی شو د غږ جوړوونکې الې په زور وغږیږي. د ساه اخیستو لپاره یې ځانګړی عملیات کړی و (یو اضافي سوری په ستوني کې کیږي) خو بیا یې هم د وخت لن‌‌‌‌‌‌ډ تاریخً کتاب بشپړ کړ. دا کتاب یې د نجوم علم ته یو لارښود و.

‎دا کتاب ۱۰ میلیونه کاپي خرڅ شو، خو لیکوال یې خبر و چې دا یو له مشهورو کتابونو دی چې هېڅ نه دی لوستل شوی.

‎د سټیفن هاکېنګ شهرت:

‎سټیفن یوه پدیده کشف کړه چې وروسته هاکېنګ ری‌‌‌‌‌‌ډيشن ونومول شوه.

په دې نظریه کې ده وویل چې تور غارونه ( د فضا هغې برخې چې ذره او رڼا هم نه شي ترې تېرېدای) انرژي یا قوه اخراجوي او وروسته همدا انرژي ورکیږي.

‎دی په دې ‌‌‌‌‌‌ډېر مشهور و چې ساینسي حلونه یې انځورولی شوای، دومره یې په حسابلو او تجربې تکیه نه کوله.

د انځور حقوق PA

دا نو طبعا د ده د(هر څه تیوري) وه. دا تیوري یې په دې راڅرخېده چې کاینات یو لړ منظم قوانین له ځانه سره لري او د ‌‌‌‌‌‌ډېر پام وړ دي.

‎ده ویل: دا منظم قوانین موږ ته د دې پوښتنې ځواب راکولی شي چې کاینات څرنګ پیل شول؟ چیرې روان دي او چیرې به تمامیږي؟ که همداسې ده، نو څرنګ به پای ته رسیږي؟ ‎

د سټیفن شهرت تر دې ورسېد چې سمپسون یې هم کاپي وکړه او یوه میخانه کې یې له هومر سره کینولی. دا په دې مانا چې ښايي ده د هومر هغه نظر غلا کړی وي چې کاینات ګرد سره راټول دي.

کاینات د غوز په پوښ کې

‎ښاغلي هاکینګ ناروغي لرله، خو بیا یې هم کار ته دوام ورکړ. دی په کامبرېج کې د ریاضیاتو پروفیسور و او په ۲۰۰۱ کې د ده دوهم کتاب (کاینات د چارمغز په پوښ کې) خپور شو.

‎ده باور درلود چې ناجوړۍ کې یې ګټه کړې او ویل به یې له دې ناروغۍ مخکې یې ژوند بې خونده و.

‎خو د نوموړي حالت داسې و چې ټوله تکیه یې په نورو وه. ده د خپلې میرمنې قدرداني کوله چې له شلو کالو یې ‌‌‌‌‌‌د ده ‌‌‌‌‌‌ډېره پالنه وکړه. خو د ده دوستان او خپلوان هغه وخت حیران شول کله چې ده خپله میرمن د یوې نرسې پخاطر پرېښوده او ۱۹۹۵ کې یې ورسره واده وکړ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سټیفن حرکتونه د وړاندوینې نه وو او خپله برښنايي څوکۍ به یې بې پامه چلوله

‎په ۲۰۰۰ کال کې به ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت د ا‌‌‌‌‌‌ډینبورکس روغتون په عاجل واټ کې و. دی به د ټپونو تداوي ته تلو.

‎پولیسو څو وارې له خلکو ګروېږنې وکړې چې ګوندې دی چا ټپي کړی نه وي.

‎خو د سټیفن حرکتونه د وړاندوینې نه وو او خپله برښنايي څوکۍ به یې بې پامه چلوله.

‎‎په ۲۰۰۷ کې دی لومړنی کس شو چې د وزن د کمېدو تجربه یې پر ځان وکړه. دا د vomit comet په نوم یوه په نوم ځانګړې الوتکه کې کیږي چې د صفر اندازه وزن لېږدیدو ته جوړه شوې.

‎ده وویل دا تجرله یې په دې خاطر وکړه چې عام خلک د فضا تګ ته وهڅوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۰۷ کې دی لومړنی کس شو چې د وزن د کمېدو تجربه یې پر ځان وکړه.

‎سټیفن هاکېنګ باوري و چې:

په دې دنیا کې د ژوند خطرونه ‌‌‌‌‌‌ډېریږي؛ لکه د اتومي وسلو جنګ، ځینې جینیټیکي ویروسونه او نور خطرونه انسانانو ته پېښ دي:

"زه فکر کوم که انسانان فضا ته ولاړ نه شي، نسل یې راتلونکی نه لري. او د دې لپاره غواړم خلک فضا سره لیوالتیا پيدا کړي."

‎په ۲۰۱۴ کې د ده او جیني په ژوند یو فلم جوړ شو چې (د هرڅه تیوري) نومېږي.

له ‌‌‌‌‌‌ډېزکور چینل سره یې یو وار وویل، دا د ده ‌‌‌‌‌‌ډېر شخصي نظر دی چې ځیرک موجودات بل ځای شته، خو دا یې وویل چې همدا فضايي موجودات به له ځمکې ګټه واخلي او ترې تېر به شي.

‎ده یو وار لیکلي و چې د خوځښتي نیرونونو دا ناروغي یې د ځوانۍ په ټول عمر لرلې، خو دې ناجوړۍ ونه شو کولی له ده یې مینه واله کورنۍ او مسلکي بریالیتوب واخلي.

د انځور حقوق PA
Image caption په ۲۰۱۴ کې د ده او جیني په ژوند یو فلم جوړ شو چې (د هرڅه نیوري) نومېږي