د سټیفن هاکېنګ ژوند او انځورونه
-
BBC
سټيفن هاکېنګ په ۱۹۴۲ کال وزېږېد، په اکسفورډ پوهنتون کې یې په فزیک او کامبرېج پوهنتون کې یې د ستورپوهنې په برخو کې زدکړې وکړې.
-
AFP
سټیفن هاکېنګ په ۲۲ کلنې کې د خوځښتي نیورنونو په ناروغۍ اخته شو. هغه له خپلې لومړۍ مېرمنې (جین) سره د واده تیاری نیوه چې ډاکټرانو ورته وویل، ډېر وخت به ژوندی پاتې نه شې. دوی دواړو واده وکړ، ۲۳ کاله یې ګډ ژوند وکړ او درې ماشومان یې نړۍ ته راوړل.
-
PA
سټيفن هاکېنګ په څلور ټایره سایکل (ویلچیر) ګرځېده او د یوه ځانګړي کمپیوټر په مرسته به یې اړیکې نیولې. هغه د خپل کتاب (د وخت لنډ تاریخ) چې لس میلیونه ټوکه پلورل شوی، تر چاپ وروسته په نړیواله کچه وپېژندل شو.
-
Reuters
هاکېنګ په ۱۹۹۵ کال کې له یوې نرسې سره واده وکړ، ۱۱ کاله یې ګډ ژوند وکړ او بیا سره بېل شول.
-
AFP
نوموړی لومړنی فلج انسان و چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د بې وزنې حالت تجربه کړ. هغه به ویل که انسانان تشیال ته لاړ نه شي، راتلونکی به ونه لري.
-
EPA
دغه فزیکپوه به د نړۍ په اکثرو پوهنتونونو کې لکچر ور کاوه. دا عکس یې د ۲۰۰۸ کال دی چې هغه پکې په جورج واشنګټن پوهنتون کې د لکچر ور کولو پر مهال ليدل کېږي.
-
Getty Images
ښاغلي هاکېنګ په ریاضي او نورو علومو کې ډېر شمېر جایزې ګټلې دي. هغه ته په ۲۰۰۹ کال کې د بارک اوباما له خوا جایزه ور کول کېږي.
-
Reuters
نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې د یوې خیریه غونډې په ترڅ کې په سنټ جمیز ماڼۍ کې له دویمې ملیکې الیزابت سره ولیدل.
-
Getty Images
د هغه پر ژوند په ۲۰۱۴ کال کې فلم جوړ شو چې اډي رډمین پکې رول لوبولی دی.
-
AFP
سټیفن هاکینګ په ۲۰۱۷ کال کې له خپل دفتره په ژوندۍ بڼه په هانګ کانګ کې یوې غونډې ته وینا وکړه. بچیان یې وايي، د پلار ميراث به یې تر ډېره پاتې وي.