ملګري ملتونه: فېسبوک د روهینجیا مسلمانانو پر ضد کارول کېږي
د ملګرو ملتونو پلټونکي وایي، میانمار کې د فېسبوک ټولنیزه شبکه د دې هېواد د روهینجیا مسلمانانو لږکیو پر ضد د کرکې راپارولو لپاره کارول شوې.
د څېړونکو په وینا، په میانمار کې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو له دې شبکې په ګټې اخیستو سره د مسلمانانو پر ضد تاوتریخوالي ته لمن وهلې او له همدې کبله فېسبوک د میانمار په روان کړکېچ کې په غیر مستقیمه توګه رول لوبولی.
د ملګرو ملتونو هغې ډلې چې په میانمار کې د روهینجیا لږکیو د توکم وژنې په اړه پلټنې کوي ویلي، په دې هېواد کې فېسبوک "له کنتروله وتلی دی"
خو بل لور ته فېسبوک بیا بیا ټینګار کړی چې پر دې شبکه د کرکې لپاره هېڅ ځای نشته.
د دې شبکې یوې ویاندې بي بي سي ته ویلي، فېسبوک دې ستونزې ته جدي پام کوي او له څو کلونو راهیسې د کارپوهانو له یوې ډلې سره یې د مخنیوي لپاره ګډ کار کوي.
د ملګرو ملتونو څېړونکې ډلې د تېرې دوشنبې پر ورځ په میانمار کې د روهینجیا مسلمانانو د توکم وژنې په اړه خپل لومړنی رپوټ خپور کړی.
د دې ډلې مشر مارزوکي داروسمن خبریالانو ته وویل، په میانمار کې ټولنیزو شبکو د روهینجیا مسلمانانو پر ضد د کرکې او تاوتریخوالي په را پارولو کې لاس درلودلی.
نوموړي دا سپیناوی هم وکړ چې کله په میانمار کې د خواله رسنیو خبره کېږي نو تر ډېره یې مطلب فیسبوک وي، ځکه په یاد هېواد کې همدا شبکه تر ټولو ډېره کارول کېږي.
په میانمار کې د بشري حقونو ځانګړې څارونکې یانګ هي لي هم ویلي، په دې پوهېږي چې په میانمار کې سخت دریځه بودایانو شخصي فېسبوک پاڼې جوړې کړي، او په دې پاڼو کې د روهینجیا او نورو لږکیو پر ضد له کرکې ډک مواد خپرېږي او تاوتریخوالي ته لمن وهل کېږي.