عطا محمد نور د بلخ د نوي والي په سر 'له ارګ سره هوکړه' رد کړه
د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور د دغه ولایت د نوي والي په سر له ارګ سره د هوکړې اړوند خبرونه ناسم بولي.
دی وايي، چې د اسلامي جمعیت غوښتنې پوره شوې نه وي، له ارګ سره هوکړه نه کوي.
نوموړي د چهارشنبې په شپه خپل فیسبوک کې لیکلي:
"په ټینګار وایم، چې د اسلامي جمعیت روا غوښتنې منل شوې نه وي، هیڅ پټه او ښکاره معامله به ونه شي. زه په ټولو ژمنو ولاړ یم، د خبرو ور مې نه دی تړلی او وروستۍ پرېکړه به هم د جمعیت مشرتابه شورا کوي".
* "د بلخ لانجه دې د اساسي قانون رڼا کې حل شي"
* غني او مایک پینس ټیلېفوني خبرو کې پر بلخ هم غږېدلي
هغه ټینګار کوي چې د بلخ د نوي والي غوراوی د ارګ او جمعیت د خبرو وروستۍ برخه ده.
دا په داسې مهال ده چې د سې شنبې په ورځ په ارګ کې یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل، د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ اختلاف حل شوی او د دواړد لورو د هوکړې له مخې اسحاق رهګذر د بلخ ولایت لپاره نوی والي غوره شوی.
دغې سرچینې ټیګار کاوه چې نوی والي به له نوروز مخکې بلخ ته لاړ شي.
خو هغه مهال هم د بلخ د پخواني والي عطام محمد نور ویاند منیر فرهاد ویل چې د رهګذر نوم هم د هغو کسانو په نوملړ کې چې جمعیت ګوند د ښاغلي نور د ځایناستۍ لپاره ارګ ته سپارلي، خو تراوسه کومه هوکړه نه ده شوې.
د جمعیت ګوند دریځ
د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا یوه سرچینه وايي، چې له یوې میاشتې راهیسې د دغه ګوند او ارګ ترمنځ خبرې ځنډېدلې دي او په دې هکله کومه هوکړه نه ده شوې.
د دې سرچینې په خبره، که کومه هوکړه هم شوې وي، هغه به د حکومت او ښاغلي نور ترمنځ وي او د جمعیت ګوند مشرتابه شورا ترې معلومات نه لرې.
له بلې خوا د عطا محمد نور د استعفا په اعلانولو پسې د ارګ له خوا د نوي والي په توګه د ټاکل شوي محمد داود ویاند احمد فیروز ایثار هم دا خبر له "ګنګوسې" ډېر څه نه بولي، خو زیاتوي که حکومت د ښاغلي داود د لرې کولو پرېکړه کوي، دوی یې مني.
* بلخ کې د اسلام له راتګ سره جوړ شوی جومات
* د بلخ نوی والي: چې ولسمشر امر وکړي بلخ ته ځم
تېره دوشنبه (مارچ ۱۲مه) اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې د بلخ ولایت پر سر د ارګ او جمعیت ګوند د اختلافونو د حل کېدو خبره کړې وه:
"د کال په وروستیو ورځو کې ډېر خوشاله یم چې د بلخ ولایت پر سر اختلافونه د حل کېدو په درشل کې دي."
ښاغلي عبدالله په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.
خو هغه مهال هم د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا غړي محی الدین مهدي وویل، په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
د عطا محمد نور استعفا
د تېر کال قوس میاشت کې ولسمشرۍ ماڼۍ(ارګ) وویل، چې ولسمشر غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې ده.
ښاغلي نور- چې د بلخ اجرایي مشر هم دی- وویل، استعفا یې مشروطه او یو کال پخوانیو خبرو پورې تړلې، چې له ارګ سره د جمعیت د ونډې په هکله پیل شوې وې، خو بې نتیجې پای ته ورسېدې.
نوموړي ټینګار کاوه چې د جمعیت اسلامي او د ملي حکومت د هوکړې له مخې په دغه دنده ګومارل شوی او د دې ګوند له پرېکړې پرته دنده نه پرېږدي.
د دې ستونزې د اواري لپاره د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي او د ولسمشر د دفتر مشر سلام رحیمي د حکومت او د جمعیت اسلام مشر او بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او څو نور کسان د جمعیت په استازۍ خبرې کوي.
په دې خبرو کې د بلخ لپاره د نوي والي د پېژندلو ترڅنګ د ملي وحدت حکومت د هوکړې پلي کول، د ملي شورا ټاکنیز نظام کې سیاسي ګوندونو ته ونډه ور کول او د پارلمان د مصوبې له مخې د برېښنايي پېژندپاڼو وېشل د جمعیت ګوند نورې مهمې غوښتنې دي.
بلخ
بلخ د افغانستان په شمال کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو دلیلونو له مخې اهمیت لري او د ښاغلي نور ټولنیز مرکز بلل کېږي.
له نږدې پنځلسو کلونو راهیسې ښاغلی نور د بلخ والي و.
نوموړی د جمعیت ګوند اجرايي مشر او دا ګوند په حکومتي قدرت کې مهمه برخه لري.
د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله هم د دې ګوند یو غړی دی.
پر بهرنیو چارو وزیر سربېره د حکومت یو شمېر نورې مهمې څوکۍ هم د جمعیت ګوند په لاس کې دي.