شاته

د استانبول نوم له کومه راغلی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption استانبول د لرغونو ودانیو ښار هم بلل کېږي.

استانبول ته د خبریالانو د روزنې په موخه ورغلې وم.

د "قادر هاس" شخصي پوهنتون د بي بي سي اکا‌‌‌‌‌‌ډمۍ سره یو ځای پر خبریالۍ او ژبې د خواله رسنیو د اغېز په اړه کنفرانس جوړ کړې و.

د زده کونکو تر څنګ خبریالان هم راغلې وو. د ویناو د پیل نه وړاندې د پوهنتون کوربنې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ایلیم یانارداګوګلو راته وویل:

"د پوهنتون دغه ودانۍ د زرګونو کلونو پخوا د بایزنتیوم د دورې پر يوه ګدام جوړه شوې. د ودانې دا وروستۍ بڼه ۱۳۴ کاله پخوا جوړه شوې او مخکې د تنباکو یوه فابریکه وه"

زما هم پام شو چې د لکچر د کوټې شاوخوا د اوسپنې نلونه زړېدل. د زړې فابریکې انځور لا پکې پروت و.

ویشلې ټولنه:

شېبه وروسته خبريالان را ټول شول، پر هره موضوع مو خبرې وکړې، خواله رسنۍ او ننګونې یې، د ښې لیکنې اهمیت او د ژبې کره والی.

دوی راته د هغو بندیزونو په اړه وویل چې د کار پر وخت ورسره مخامخ شوي. خبرې یې تر ‌‌‌‌‌‌ډیره په ازاده توګه کولې.

Image caption زما کوربنه ډاکټره ایلیم راته د پوهنتون د ودانۍ په اړه غږېږي.

د یوې معتبرې ورځپاڼې کارکونکې بیا په خپلو رسمي خبرو کې وويل:

"زموږ د خبریالانو ستونزه دا ده چې د یوې کیسې په اړه د خلکو ویشلي نظرونه ښه په خوند را ټولوو. لکه دا پوښتنه چې ترکیه دې د ناټو غړې وي که نه. خو دا خبره په بحثونو او څېړونو کې نه روښانه کوو چې د ترکیې له پاره د ناټو غړیتوب او یا هم نه غړیتوب څه مانا. موږ نظرونه لرو خو ژور مالومات نه وړاندې کوو"

د غرمې د ډوډۍ پر وخت د پوهنتون یوې کارکونکې چې په لوړو زده کړو کې یې سر سپین کړې و وویل:

"د ترکیې اوسني چارواکي روښان اندي نه غواړې، هغوي له خدایه غواړي چې موږ ټول کډه ‌‌‌وکړو"

ما ورنه د بندیزونو په اړه وپوښتل، هغې په خورا ښه روانه انګلیسي را ته وویل:

"ان که پر فېسبوک څوک د دولت ضد لیکنه وکړي نو امنیتي کسان یې د پوښتنو له پاره ور غوښتلای شي. ټکي ټکي ته یې پام دی. د دې تر څنګ د ناموس په نامه وژنې ‌‌‌‌‌‌ډیرې شوي. داسې ښکاري چې هغه لاس ته راوړنې چې موږ د ښځو د حقونو په برخه کې درلودې، ورو ورو له لاسه ورکوو"

خو ماښام په یوه رستورانت کې یوه کارکونکي د چارواکو ستاینه راته پېل کړه. ما و پوښت چې د ملاتړ دلیل یې څه دی؟

د پاخه عمر دې سړي چې اوږده سپين برېتونه یې برېښېدل، ژورې سترګې په ګونجو لاسونو پاکې کړې اوپه ماته ګو‌‌‌‌‌‌ډه انګلیسي یې وويل:

"خورې، زه خو یې ملاتړې یم. هر څوک چې اردوغان ته بد وایي هغه د لویدیځ ګوډاګی دی. له سوریې سره یې مرسته کړې. خپلواکه دی. د کردانو پاڅون یې ټکولې. ملي سړی دی"

دغه دوه بېل نظرونه مې څو ځلې تکرار واورېدل. ترکیه راته پر دوه برخو ویشلې ښکاره شوه.

Image caption ایا صوفیه پخوا کلیسا وه، بیا جومات شو، اوس موزیم دی.

ترکي ژبه:

بېلا بېلې ژبې او لهجې تل د سفرونو پر وخت زما لپاره د پام وړ موضوع وي.

ترکي ژبې ته مې پام شو چې څه راز یې عربي ټکي په غېږ کې اخیستي او پاسته کړي یې دي.

احمد یې احمت کړی، کتاب یې کتاپ کړی او خیرالله یې په هیروالله اړولی. د ترکانو دعصري کولو بنسټ ایښودونکي، مصطفی کمال اتا تُرک په ١٩٢٥زیږدیز کال کې ترکي لیکدود له عربي نه لاتین ته واړولو.

زما کوربنې ایلیم راته وویل چې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره وخته به کتابوته او ورځپاڼې په دواړو ژبو خپریدلې. پاڼه به پر منځ پر دوو برخو ویشل شوې وه، یوې خوا ته به عربي لیکدود و او بلې خوا ته لاتین.

خو اوس عربې لیکدود یوازې په مذهبی مدرسو کې ښودل کیږی.

دسرو زرو ښکر:

د خلکو د معاش پوښتنه مې وکړه. راته وویل شول چې د یوه ښوونکي میاشتنی معاش د یو نیم یا دوو زرو لیرو شاوخوا دی، خو د دوه کوټو کرایه بیا تر یو نیم زر لیرو هم اوښتلای شي.

همدا خبره مې اورېده چې په یوه معاش هېڅ نه کېږې. که په کورنۍ کې دوه تنه کار وکړي نو یو څه ګذاره کېږي.

استانبول د انځور حقوق Getty Images
Image caption د استانبول ښار ګڼ شمېر جوماتونه هم لري.

له کاره چې خلاصه شوم ښار ته ووتلم. د دغه سیمې نوم چې پوهنتون پکې کې و، دسرو زرو ښکر نومېدی. پو ښتنه مې وکړه چې دا ولې؟

ایلیم راته وویل، دلته له سمندر نه د اوبو یوه برخه را بېله شوې او د وچې تر منځ یې د ښکر په شان لاره ایستلې. څو زره کاله پخوا خلکو دې سیمې ته د سرو زرو د ښکر نوم ورکړ. وایی دا ځکه چې د اوبو دا چوړګه داسې برېښېدله لکه پاشلي سره زر.

پر څو ودانیو مې د لېوه سر ولید. له ایلیم نه مې و پوښتل، چې ایا لېوه د دوی کوم سمبول دی.

هغې په خندا وویل:

"ټول بهرنیان هم دا پوښتي. کیسه یې داسې ده. وایی کله چې څو زره کاله پخوا تُرکانو له منځنۍ اسیا څخه د نویو سیمو لټون پیل کړ نو پر لاره په يو ځای کې تر ځمکې لاندې په يوې سمڅې کې بند شول. دوی ستر اور بل کړ چې لاره پیدا کړي. خو د مځکې لاندې تیاره دومره ‌‌‌‌‌‌ډېره وه چې د اور رڼا مرسته نه کوله. خلکو خپل بچي په غېږ کې نیولې وو او سخت وارخطا وو چې څه وکړي. دلته یو لېوه د دوی مخ ته راغی او د خلکو مخ ته روان شو. لېوه دوی پر داسې لاره بوتلل چې دوی ټول تر مځکې لاندې له سمڅې په خیر ووتل او د نن ورځې ترکیې ته ورسېدل"

ایلم زیاته کړه:

"له هماغه وخته لېوه پر موږ ګران دی او ملي سمبول ګرځېدلی دی. خو اوس ملت پالو ګوندونو هغه په خپل نښان اړولی او د مظاهرو پر وخت دوی خپلې ګوتې پر تندي پورته کوي. داسې ښکاري لکه د لېوه غوږونه. ځکه خو هغه خلک چې د ملت پالو ضد دي، هغوی د لېوه سمبول نور نه خوښوي"

د استانبول نوم له کومه راغلی؟

له کوچنیوالې مې دغه ځای د قسطنطنیې په نوم پېژانده.

د مسکو د فاکولتې درس را یاد شو. هلته مې د لمړي ځل لپاره د دغه ښار اروپایی تلفظ، یعنی کانستانتینوپل، اورېدلی و او د تاریخ په لوست کې مې د د دې ښار لاس په لاس کېدلو په اړه لوستلي وو.

په ۱۹۳۰ زيږدیز کال کې اتا ترک له نړۍ څخه په کلکه و غوښتل چې نور دغه ښار استانبول و بولي. ما و پوښتل چې د استانبول مانا څه ده.

ایلیم راته وویل:

"په زړه یوناني ژبه کې پولېس ښار ته ویل کېږي. همدا رنګه ستین د دننه په مانا کارول کېده. نو ستین پولېس یعنی په ښار کې دننه. او وروسته ورو ورو ستېن پولېس په ستانبول او بلآخره په استانبول واوښت"

Image caption د ایا صوفیه ودانۍ لا په پخوانۍ بڼه پاتې ده.

د استانبول په ښکلي ښار کې مې د یهودانو، عیسویانو او مسلمانانو د تاریخ زرین څلي ولیدل. د مسلمانانو لپاره د لیدلو یو وتلې ځای شین جومات دی چې څه د پاسه څلور سوه کاله پخوا د عثماني پاچا دویم سلطان احمد له خوا جوړ شو. ویل کېږي چې ترکي پاچا په استانبول کې د مسلمانانو د واک د نښې په توګه دغه جومات جوړ کړ. د جومات جوړولو اووه کاله وخت و نیوه. جومات د بیا رغونې لپاره بند و او موږ سیلانيانو یوازې د هغه انګړ ولید، چې له ښکلو مرمرو جوړ شوی و.

د همدې جومات تر څنګ مې یوه بله ستره ودانۍ تر سترګو شوه.

د "ایا صوفیه" دغه ستره تاریخي ودانۍ کابو څوارلس سوه کاله پخوا د کلیسا په ډول جوړه شوې. خو کله چې ۵۶۵ کاله پخوا سلطان محمد دغه ښار و نیوه نو ودانۍ یې په جومات واړوله. سلطان یوازې د محراب او منبر د ور زیاتولو امر وکړ او نور یې د ودانۍ عیسوي جوړښت ټول پر ځاې پريښود. اوس دغه ودانۍ يو موزیم دی.

استانبول راته د ګډو فرهنګونو تر منځ یو پُل ښکاره شو. د علم، پوهې او زغم یوه زانګو راته ښکاره شوه.هیله مې دا ده چې د زغم او پوهې دغه میراث د تُرکانو د لاس څراغ وګرځي او د ناخوالو نه یې تلپاتې سولې ته لارښود شي.