شاته

پولیو تداوي نلري خو مساژ یې يو څه ښه کولای شي

روغتیایې کار کونکي وایي چې پولیو تداوي نه لري خو که چیرې کوم ماشوم په پولیو اخته کیږي په لومړي سر کې د (مساژ) ورزش له لارې ددې امکان سته چې تر یوې اندازي پوري فلج شوي غړي فعالیت ولري.

که څه هم ډاکټران توصیه کوي چې باید ماشوم ته له پیدایښت وروسته د پولیو دوه څاڅکي ورکړل شي تر څو د کورنۍ سالم ماشومان له دغه زورونکي مرض څخه وساتل شي.

دا چې کیدای شي د فلج فیصدي کمه شي، او یا هغه ماشوم چې تازه ګوزڼ وهلی لاس یا پښه یې سل فیصده له حرکت ونه لویږي د کندوز د یو خصوصي پوهنتون استاد ډاکټر شیرمحمد یې په اړه داسې وايي.

" پولیو ویروسي مرض دی ددغه مرض لپاره تداوي نشته د فزیوټراپي په ذریعه کولای شو د فلج د فیصدۍ د کموالي مخه ونیسي. مګر تر ټولو ښه لار داده چې باید ماشومانو ته واکسین وشي. او که څوک تازه په پولیو اخته شوی وي نو کولای شو چې د فزیوټراپي په ذریعه د یو عضوې د سل فیصده فلج مخه ونیسو. "

ډاکټر عبدالقاهر قانت چې څه موده وړاندې د بغلان د مرکزي روغتون ریس و وايي چې د فلج یا پولیو رامنځ ته شوی ویروس تداوي نه لري، نو ځکه خو دوي کوښښ کوي چې د یروسي مرضونو تر څنګ مریض په نورو مرضونو اخته نه شي او هغه ته یو څه دوايي ورکوي

قانت داسې وویل " مونږ باید کوشش وکړو چې ویروس د انسان حجرات خراب نه کړي، او د فلج یا پولیو تداوي په هیڅ صورت نه کیږي، ځکه ددغه مرض رامنځ ته کوونکی شی یا ویروس په دوایی له منځه نه ځي نو ځکه خو یې د مرض تداوي هم نه کیږي او هڅه به کوو چې د مریض ښه پالنه وکړو، خو غواړو ماشومان مو روغ وي او پولیو نه شي نو باید هغوي ته واکسین وشي."

عبدالکریم هغه څوک دی چې د پولیو په اړه څه ناڅه معلومات لري هغه وايي چې پولیو د انسان ژوند نیمګړی کوي او هغه څوک چې په دغه مرض اخته شي د ژوند تر پایه زوریږي.

هغه داسې وايي " ماشومان باید واکسین وکړي، ځکه چې د فلج د علت مخنیوي کیږي، او هغه ماشومان چې فلج شي او یا یې د پښې حرکات غیرمنظم شي نو باید له ډاکټر سره مشوره وکړي."

خیرمحمد د کندوز یو بل اوسیدونکی دی هغه وايي چې که ماشومان فلج کیږي نو کورنۍ هغه ماشوم په توره کوټه کې بندوي او وايي چې باید چله یا ۴۰ ورځو لپاره په تیاره کوټه کې وساتل شي

خیر محمد داسې وايي " یو شمیر کسان چې ګوزڼ یې ووهي نو خلک یې ملا ته بیايې او دموي یې او یا چله کیږي او څلویښت ورځې په تیاره کوټه کې ساتل کیږي، دوي ته ځانګړی خوراکي پرهیز هم ورکول کیږي "

یو شمیر کورنۍ د مرضونو د مخنیوي لپاره ټوټکې کوي خو د پولیو یا فلج د مخنیوي لپاره د پولیو د دوه څاڅکو څخه بله تداوي نشته. هره کورنۍ که غواړي سالم اولاد ولري او اولادونه یې له فلج څخه وساتل شي نو باید واکسین یې کړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.