BBC
 شاته

د شربت ګلې تصویر خپرونکې مجله وايي، تر لسیزو یې توکمپالنه کړې

د انځور حقوق DPA
Image caption د نشنل جیوګرافیک لپاره د عکاس سټیو مکرې هغه تصویر چې پاکستان کې یې له افغان کډوالې شربت ګلې اخیستی و، خورا مشهور شو.

د امریکا نشنل جیوګرافیک مجلې چلوونکي وايي، پخوا یې د نړۍ لر او بر کې پوښښ توکمیزه بڼه درلوده. دوی وايي، له سپین پوستو امریکایانو پرته یې نور خلک له پامه غورځول او ان ځینې یې د پرديو او وحشيانو په توګه وړاندې کړي دي.

د دې مجلې د اپریل میاشتې ګڼه 'توکم ' ته ځانګړې شوې او چلوونکې ادارې یې له یوه تاریخپوه غوښتي، چې پخوانیو ګڼو ته یوه بیا کتنه وکړي.

د مجلې چلوونکي وايي، د مدني حقونو فعال مارتین لوتهر کینګ وژل کېدو د ۵۰ تلین په مناسبت غواړي خپل پوښښ ته له سره یوه کتنه وکړي.

نشنل جیوګرافیک مجلې ۱۹۸۵ کال کې د افغانې مېرمن شربت ګلې یو تصویر د خپلې یوې ګڼې پر پښتۍ خپور کړ، چې ورسره شربت ګله په نړیواله کچه مشهوره شوه.

مېرمن شربت ګله هغه مهال ۱۲ کلنه وه او د سترګو نادرو رنګونو له کبله یې تصویر د افغانې مونا لیزا تصویر بلل کېده.

د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption نشنل جیوګرافیک د مدني حقونو مبارز فعال مارټین لوتهرکینګ د ۵۰ تلین په مناسبت خپل تېر ته بیا کتنه کوي.

د 'تر لسیزو زموږ پوښښ توکمیز و ' تر سرلیک لاندې د نیشنل جیوګرافیک یوې سر مقالې لیکواله سوسن ګولډبرګ وايي، د مجلې ځینې ارشیفي موادو له لیدو وروسته 'حیرانه ' پاتې شوم.

نوموړې وايي د ۱۹۱۶ کال یوه اسټرالیا تصویر یې په دغه مجله کې ولید، چې ورسره لیکل شوي وو:

''د سویلي اسیا تور پوټکي ملګري، دغه وحشیان په ټولو انسانانو کې کم عقل بلل کېږي. ''

مېرمن ګولډبرګ وايي:

''راځئ د نن ورځې له شرمه ډکې توکمپالنې پر وړاندې ودرېږو، چې د سیاسي ستراتيژۍ په توګه کار ترې اخیستل کېږي. ''

د انځور حقوق SHUTTERSTOCK
Image caption نشنل جیوګرافیک ۱۸۸۸ کال کې لومړۍ ګڼه خپره کړه

د ویرجینیا پوهنتون پروفیسر جان اډوین ماسون چې د مجلې بیا کتنې غوښتنه ترې شوې وايي، تر ۱۹۷۰ مو کلونو پورې دغې مجلې تور پوستي خلک یوازې د مزدورانو یا کورنیو چوپړیانو په توګه وړاندې کړي دي.

بل لور ته دغه تاریخپوه دا هم وايي، چې ان هغه مهال هم دغې مجلې ځینې خورا معیاري او ګټورې خپرونې درلودې:

''کېدای شي ووایو، چې یوه مجله داسې مهال د خلکو سترګې پرانیستلای شي، چې پټوي یې. ''