BBC
 شاته

ارګ وايي د بلخ لپاره د نوي والي پر غوراوي هوکړه شوې

ارګ
Image caption ولسمشرۍ ماڼۍ محمد داود د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه، خو نوموړی تر اوسه نه دی توانېدلی د دندې د پیل لپاره بلخ ته لاړ شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وايي، د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ اختلاف حل شوی او دواړه لوري د بلخ ولایت لپاره پر نوي والي هوکړې ته رسېدلي دي.

دغې سرچینې چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله، بي بي سي ته وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه ۱۲ کسیز نوملړ له منځه یو کس د بلخ د والي په توګه ټاکلی چې د جمعیت ګوند لخوا ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوی و.

ډاکټر عبدالله: د بلخ ولایت لانجه به ژر حل شي

ملي امنیت د عطا محمد نور تورونه رد کړل

د سرچینې په خبره، اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

ویل کېږي ښاغلی رهګذر د جمعیت ګوند غړی او د عطا محمد نور یو نژدې کس دی.

تر اوسه جمعیت ګوند په دې اړه څه نه دي ویلي.

د انځور حقوق Rahguzar/facebook
Image caption د بلخ لپاره غوره شوی والی اسحاق رهګزر، چې لا هم ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی دی.

د بلخ ولایت پر سر د ارګ او جمعیت ګوند د اختلافونو د حل کېدو په اړه ضد و نقیض څرګندونې کېږي.

تېره ورځ (مارچ ۱۲مه) اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د وزیرانو شورا په غونډه کې د بلخ ولایت پر سر د ارګ او جمعیت ګوند د اختلافونو د حل کېدو خبره کړې وه:

"د کال په وروستیو ورځو کې ډېر خوشاله یم چې د بلخ ولایت پر سر اختلافونه د حل کېدو په درشل کې دي."

ښاغلی عبدالله په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.

خو د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا غړي محی الدین مهدي ویلي وو، په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

جمعيت: د عطا نور په تړاو د حکومت د پرېکړې اعلان نامسوولانه گام دى

عطا محمد نور: والي يم او حکمونه مې د پلي کېدو وړ دي

د ارګ یوې بلې سرچینې هم تېره ورځ دا موضوع تایید کړې وه او ویلي یې وو هیله من دی د نوي کال له رارسېدو وړاندې اختلافونه حل شي:

"جمعیت ګوند د ښاغلي نور د ځایناستي ټاکلو لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته نوملړ سپارلی د دغه ګوند د مشر صلاح الدین رباني وروستۍ هوکړې ته په تمه دي."

د جمعیت ګوند مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د راپورونو له مخې دمګړۍ له هېواده بهر دی.

د انځور حقوق FB
Image caption د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا یې منلې ده.

یوه اونۍ وړاندې یوه دولتي پلاوي هم د بلخ ولایت د اختلافونو حلولو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی و، خو د سفر په اړه یې جزیات خپاره نه شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعیت ګوند ترمنځ د بلخ ولایت د برخلیک په اړه له څو میاشتو راهیسې اختلافونه پیل شوي دي.

د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا یې منلې ده.

عطامحمد نور یې په غبرګون کې وویل، استعفا یې مشروطه وه او د ملي وحدت حکومت او جمعیت ګوند تر منځ د شوې هوکړې له مخې د بلخ والي ټاکل شوی او تر هغه چې جمعیت ګوند تصمیم ونه نیسي، له بلخ ولایت څخه به لرې نه شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ محمد داود د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه، خو نوموړی تر اوسه نه دی توانېدلی د دندې د پیل لپاره بلخ ته لاړ شي.

Image caption انجینر داود د ګاز او تېل په برخه کې لوړې زدکړې لري.