کابل کې پر پوهنتون بريد
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر وايي- تېره شپه کابل کې پر افغان امريکايي پوهنتون بريد "پاکستان کې پلان شوى و". ١٣ کسه یې ووژل او تر ۴٠ ډېر نور په کې ټپيان شول.
وژل شويو کې د يوه استاد په گډون ډېر محصلين وو.
کابل کې ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر غني د پاکستان د پوځ له لوى درستيز سره ټيلیفوني خبرې کړي. غوښتنه يې ترې کړې چې د اورپکو پر وړاندي جدي ګام واخلي. زموږ همکاره نجما ځلا د پېښې له سيمې دغه راپور رلېږلی دی.