شاته

غني د کابل د برید په اړه د پاکستان د لوی درستیز سره خبرې وکړې

جمهور رئیس غني د تیرې شپې د برید په اړه د پاکستان د لوی درستیز سره خبرې وکړې

د افغانستان امنیتي ادارو ویلي دي چې پر امریکایي پوهنتون باندې برید د پاکستان له خاورې سازمان کیده.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امینت د شورا د غونډې په ترڅ کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز راحیل شریف سره تلیفوني خبرې وکړې.

د ارگ یوه مطبوعاتي اعلامیه وایي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا فوق العاده غونډې د افغانستان پر امریکایي پوهنتون د پرون شپې تروریستي برید جزئیات نن سهار وارزول.

د تازه او وروستیو معلوماتو پر اساس په دغه برید کې ١٣ تنه وژل شوي چې په کې یو استاد، اوه تنه محصلین، د پوهنتون دوه تنه امنیتي ساتونکي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو درې منسوبین شامل دي او ۹ پولیس او ۳۶ تنه محصلین او د پوهنتون کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د ارگ اعلامیه همداشان وایي "د اسنادو ارزونه او د ملي امنیت عمومي ریاست موثقې موندنې ښیي چې برید د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې سازمان دهي او مدیریت کېده."

د ملي امنیت شورا د غونډې په ترڅ کې جمهور رئیس غني د پاکستان د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره په ټلیفوني تماس کې د هغو تروریستانو پر ضد د جدي او عملي اقداماتو غوښتنه وکړه، چې دا برید یې سازمان کاوه.

دغه اعلامیه دا هم وایي چې په مقابل کې جنرال شریف ژمنه وکړه، چې د موضوع له ارزونې وروسته به د افغانستان لوري ته د اقداماتو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.