BBC
 شاته

'کابل کې پر امریکایي پوهنتون برید پاکستان کې پلان شوی و'

Image copyright ARG
Image caption کابل کې د افغانستان امریکایي پوهنتون د تېرې ورځې (پنجشنبه، سنبله/وږي ۳مه) برید وروسته د افغانستان ملي امنیت شورا نن سهار فوق العاده ناسته کړې.

د افغانستان حکومت وایي؛ ددې هېواد څارګرې ادارې (ملي امنیت عمومي ریاست) "کره موندنې" ښيي چې کابل کې د افغانستان امریکایي پوهنتون برید د پاکستان په خاوره کې پلان شوی و.

کابل کې د تېرې ورځې (پنجشنبه، سنبله/وږي ۳مه) برید وروسته د افغانستان ملي امنیت شورا نن سهار فوق العاده ناسته کړې او ددغه برید جزییات یې ارزولي ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، پر دغه پوهنتون د تېرې ورځې برید کې د یوه استاد او ۷ محصلینو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي چې دوه یې د پوهنتون ساتونکي او درې د افغانستان امنیتي او دفاعي سرتېري دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویلي، د اسنادو ارزونه او د ملي امنیت عمومي ریاست موثقې موندنې ښیي چې دا برید د افغانستان له پولې پورې غاړې د پاکستان له خاورې سمبال شوی او هغه همغه ځایه مدیریت کېده.

خبرپاڼه زیاتوي ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت شورا غونډې په لړ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره هم خبرې وکړې او د هغو "ترهګرو" پر ضد یې د پاکستان د جدي او عملي اقداماتو"غوښتنه وکړه، چې دا برید یې سمبال کړی.

د افغانستان حکومت ویلي، ددغې پېښې او ترلاسه شویو شواهدو لا زیاته څېړنه روانه ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ښاغلي شریف ژمنه وکړه، چې د موضوع له ارزونې وروسته به د افغانستان لوري ته د اقداماتو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا غونډه کې پرېکړه شوي چې د تېرې ورځې برید د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې او د ټپيانو د درلمنې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخستل شي او پوهنتون هم ژر ترژره ورغول شي.

د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې ددې برید د عاملینو د تعقیب او د قانون پنجو ته د هغوی سپارلو په خاطر له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.

تراوسه ددغه برید هیچا نه دی منلی. کابل کې د امریکا سفارت دا برید غندلی او چمتووالی یې ښوولی چې د افغانستان له حکومت سره ددې برید په پلټنو کې برخه واخلي او ترسره کوونکي یې عدالت ته راکاږي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې فعالیت پیل کړی، یوه خپلواکه پوهنیزه موسسه ده او د یو امریکايي پوهنتون په څارنه فعالیت کوي.

دا پوهنتون تر ۱۷۰۰ پورې زدکوونکي لري. د انګریزي ژبې پر تدریس سربېره، د ډېر عمره خلکو لپاره د کاري وړتیا او د هغوی د مسلکي پوهې د زیاتولو لپاره نیمه وخت روزنیز پروګرامونه هم لري.